پر یو چا مسخرې کول او هغه ته په ټیټه سترګه کتل لویه ګناه ده

ghaibat-maskhara

لیکوال: امین بن عبدالله الشقاوي/ ژباړه: عبدالرحمن

الحمدُ لله والصلاة والسلام على رسول الله، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله.

وبعدد هغو خسیسو صفتونو څخه چي الله تعالی بد ګڼلي، یو هم په خلکو ملنډي وهل او هغوی ته د حقارت په نظر کتل دي.

الله تعالی فرمائي: ﴿ وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ ﴾ [الهمزة: 1هلاکت دي وی هغه چاته چي خلکو ته په اشاره کولو سره په هغوی ملنډي وهي.

المعلمي رحمه الله فرمائي: ددې مثال داسي دی لکه سړی چي یو چاته په اشاره خپل سر ته ګوته ونیسي، او شاوخوا یې وګرځوي ، چي مطلب دده دماغ خراب دی، او یا په سترګو داسي اشاره وکړي چي د مقابل اړخ سپکوالی یې مراد وي یا نوري ورته اشارې.

اللمز: لمز هغو ملنډو ته وایي چې خلک یې په خوله کوي، لکه یو سړی په داسي نقص یا مرض نومول چې هغه په کښي وي، لکه ( ګوډ، کوڼ، پک، ړوند) او یا هغه ته د هغه د شکل او جوړښت پيغور ورکول وغیره.

الله تعالی فرمائي: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ وَلا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ ﴾ [الحجرات: 11].

ژباړه: ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی، یو څوک دي په بل چا باندي مسخرې نه کوی، کیدای سي هغوی د الله په نیزد تر دوی بهتره وي، او نه دي ښځینه دغه کار په خپلو منځونو کي سره کوي، مه په چا پسې په مسخره خبري کوی او مه څوک په القابو پيغوروی.

کابلۍ ژباړه: اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى ( يعنې اى مؤمنانو) ټوکي او سپكاوى دي نه كوي هيڅ يو قوم له تاسي څخه نه په بل قوم باندي، ځكه ښا يي چې وي به دغه (مسخره كړى سوى) بهتره او غوره (په نزد د الله) لدې (مسخره كوونكو) څخه او(نه دي ټوکي او سپكاوى كوي) يو ټولۍ ښځې له تاسي په نورو ښځو ځكه ښايي چي هغه (مسخرې كړل سوي) به بهتره او غوره وي (په نزد د الله) له دې مسخره كوونكو څخه او مه عيب جويي كوي ځينې د تاسو د بعضې نورو، ځكه چې بيا ستاسو عيب جويي هم كيږي (چې دا په حقيقت كې د ځان عيب جويي ده) او مه غواړئ تاسي يو تر بله په بد نومونو او القابو سره.

بد دي دا درې نومونه د(سخريې، تلمز، تنابز) له جهته د فاسقۍ، وروسته تر ايمان درلودلو او هغه چې توبه يې ونه ايستله نو دغه كسان همدوى ظالمان دي پر ځانو خپلو.

طبري رحمه الله فرمايي: «الله تعالی ټول مؤمنان په عمومي ډول منعه کړي چي یو پر بل مسخرې ونه کړي، هغه مسخرې که په هره معنا وي، (که اشاره وي او که قول وي)، نو مؤمن ته روا نه دي چي هغه پر بل مؤمن په دې وجه مسخرې وکړي چي هغه فقیر دی، او یا یو ځانګړې ګناه یې کړې او یا بله کومه.

الله تعالی همداسي فرمائي: (ولا تنابزوا بالالقاب).

زما په نظر ددې آیت په تفسیر کي تر ټولو بهتره قول دادی چې وویل سي: الله تعالی مؤمنان په القابو د پيغور ورکولو څخه منعه کړي، داسي چې یو سړی بل کس په داسي صفت یا نوم یاد کړي چې د هغه نه خوښیږي، الله تعالی دغه نهیه عامه کړې، پر ځینو نومونو او لقبونو یې بل ته فوقیت نه دی ورکړی، بلکې مطلقا یې منعه کړي، نو ځکه هیڅ یو مسلمان ته دا جواز نه لري چې خپل ورور په داسي نامه او یا صفت یاد کړي چې هغه یې نه خوښوي.

ابو داود رحمه الله په خپل سنن کې د عایشه رضي الله عنها څخه روایت کړی چې هغې وفرمایل: نبي صلی الله علیه وسلم ته مي وویل: د صفیه صفت مه راته کوه چې داسي او داسي ده. (یعني ټیټ قد یې دی). نو د الله رسول وفرمائل: «داسي یو کلیمه دي وویل که چیري د سمندر په اوبو ګډه سي نو به یې بدلي کړي».

بخاري رحمه الله د معرور څخه په خپل کتاب کې روایت کړی، چې هغه وویل: ما اباذر په داسي حال کي ولید چي دده او د غلام د جامو یې فرق نه وو، ما پوښتنه ځیني وکړه چې ولي داسي دی، نو اباذر رضي الله عنه وفرمایل: ما د یوه سړي سره جګړه وکړه، او هغه ته مي د هغه د مور پیغور (سپکاوی) ورکړ، نو نبي صلی الله علیه وسلم ماته وویل: « اې ابا ذره، تا هغه ته د مور ښکنځل وکړل؟ ته داسي یو کس یې چې جاهلیت درپه کښي دی، ستاسو خادمان ستاسو وروڼه دي، دوی الله تعالی ستاسو تر لاس لاندي کړي، نو که د چا تر لاس لاندي د هغه ورور وي، باید داسي خواړه ورکړي چې دی یې خپله خوري، او داسي لباس ورکړي چي دی یې خپله اغوندي، هغوی په داسي کار مه ګمارئ چې باندي زیات وي، که چیري یې وګمارئ نو ورسره همکاره سئ.

په خلکو باندي مسخرې کول د منافقینو او کفارو کار دی، الله تعالی مونږ د هغوی سره د مشابهت څخه منعه کړي یو. الله تعالی فرمائي: « الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴾ [التوبة: 79]

کابلۍ ژباړه: هغه منافقان چې عيب وايي په (ډيرو) خيرات كوونكو باندي له مؤمنانو په (اداء د) صدقاتو کي او (بل) د هغو (بې وزلو عيب وايي) چې هيڅ نه مومي دوى، مګر په قدر د خپل وس (او زيار) خپل، نو پس مسخرې كوي دغه (منافقان) پر دوى باندي، سز ابه وركړي الله دوى ته (د مسخرو) او شته دوی ته عذاب دردناك.

ابن کثیر رحمه الله فرمائي: دا د منافقینو د صفاتو څخه هم دی، ددوی له عیب جويي او مسخرو څخه څوک په یوه حال هم نسي پاته کیدلای، حتی صدقه ورکوونکي هم ددوی له مسخرو په امن نه وي، که یو چا ډیر مال راوړ، دوی وايي: ریا کوي، او که څوک کم مال راوړي، دوی وايي: الله تعالی دده له صدقې څخه غني دی.

مسخرې زړه غافله او مړ کوي، تر دې چې د قیامت په ورځ به مسخره کوونکی پښېمانه وي او پر خپل کار به حسرت کوي، الله تعالی فرمائي: « ﴿ أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَى عَلَى مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ ﴾ [الزمر: 56].

کابلۍ ژباړه: (چابكي كوئ تاسې په تعميل دقرآن باندي پخواله هغه) چې ووايي يو نفس اې ارمان او ندامت مي دى پر هغه چې تقصير مي كړى دى په طرف (په حق دطاعت) د الله تعالى كې او بيشكه چې وم زه خامخا له مسخره كوونكيو (په مؤمن به) څخه .

په خلکو ملنډي وهل په دنیا او اخیرت کې سخته سزا لري، په دنیا کې کیدای سي مسخره کوونکی خپله په هغه څه مبتلا سي په کوم چې دی ملنډي وهي، او په اخیرت کې د الله تعالی عذاب: الله تعالی فرمائي:

﴿ إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آَمَنُوا يَضْحَكُونَ * وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ * وَإِذَا انْقَلَبُوا إِلَى أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ ﴾ [المطففين: 29- 31].

کابلۍ ژباړه: بيشكه هغه كسان چې كافران سوي دي ؤ دوى په هغو كسانو باندې چې ايمان يې راوړى ؤ خندل به يې مسخرې به يې پرې كولې . (۲۹) او كله چې تيريږي منكران پر مؤمنانو باندې هغوى ته نژدې پخپلو منځو كې سره سترګكونه وهي ( لپاره داستهزاء ) (۳۰) او كله چې وګرځي خپلو كورو ته ( نو) ګرځي دوى خوشاله ( خبرې جوړوونكى په سبب د تمسخر او استهزاء پر مؤمنانو باندې). (۳۱).

او فرمائي: ﴿ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَاناً وَإِثْماً مُبِيناً ﴾ [الأحزاب: 58].

کابلۍ ژباړه: اوهغه كسان چې ايذاء رسوي مؤمنانو سړيو ته او مؤمنانو ښځو ته (په اتهام) بغير د هغه كار چې كړى وي دوى (یعنې په ناكړي كار) پس په تحقيق بار وي، دوى پخپل ځان غټ درواغ او ګناه ښكاره کړي (چې د عقوبت موجب دى.)

مسخره کوونکی د خپل رب څخه لیري او شیطان ته نیژدې وي: الله تعالی د کفارو په اړه وايي: ﴿ إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آَمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ * فَاتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّى أَنْسَوْكُمْ ذِكْرِي وَكُنْتُمْ مِنْهُمْ تَضْحَكُونَ * إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴾ [المؤمنون: 109- 111].

ژباړه: بيشكه شان دادى چې وه يوه ډله له بندګانو زما( يعنې مؤمنان ) چې ويل به دوى ( تضرعا) اى ربه زمونږ پوره يقين او تصديق مو كړى دى ( په ټولو مؤمن به شيانو باندي ) نو مغفرت وكړه مونږ ته ( ګناه زمونږ) او مهرباني را باندي وكړه او ته ( اى پروردګاره ) ډير غوره د ټولو مهرباني كوونكو يې . (109) پس نيولي وو تاسي دوى مسخره كړي سوي تر هغه پورې چې هير كړ ( مسلمانانو) له تاسي اى كفارو ذكر، ياد زما ( په سبب د مشغولتيا ستاسې اى كفارو د مسلمانانو په تمسخر كې ) او وئ تاسې چې په هغوى پورې به مو خندل ( هر وخت له ډيره كبره ) . (110) بيشكه زه چې يم جزا مې وركړه دوى ته ښه جزا نن ورځ په سبب د هغه چې هغوى صبر كړى ؤ بيشكه هغوى چې دي هم هغوى دي بريالي ( رسيدلي خپلو ټولو مقاصدو ته ) . (111).

قرطبي رحمه الله فرمائي: له دې څخه دا مالومیږي چې په مسکینانو او ضعیفو خلکو د مسخرو او منلډو وهلو څخه منعه راغلې، د هغوی سپک ګڼل او سپکول، په هغوی ځان په بې معنی توګه اخته کول، ددې سبب ګرځي چې سړی د الله تعالی څخه لیري سي. نو ویلای سو چې په خلکو ملنډي وهل یوه ستره ګناه ده، د دین، اخلاقو او ادب څخه نه ده. په اوس وخت کې د ملنډو وهلو ځیني صورتونه په لاندي ډول دي:

په علماوو او دیندارو خلکو باندي او په هغو خلکو باندي ملنډې وهل چې دین او خیر ته بلنه ورکوي، پر هغوی باندي مختلف نومونه ایښودل، په هغوی پسي خبري کول، په هغوی پسي له ځانه کیسې تړل او درواغ پسي ویل.

ځینو علماوو په دې باندي تصریح کړې چې ملنډې وهونکی که په یو عالم پسي د هغه له دیندارۍ او امر بالمعروف او نهي عن المنکر له وجې ملنډې وهي، نو هغه له اسلام څخه وتلی دی او که یې د هغه ذات او شخصیت له امله ملنډې په سي وهي نو بیا نور وعیدونه چې په دغه باب کې راغلي، په هغو کې به داخل وي:

په بخاري شریف کې د سهل رضي الله عنه روایت دی چې وايي: یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخته تیر سو، نو پوښتنه یې وکړه: «تاسو ددې سړي په هکله څه وایاست؟». صحابه وو ورته وویل: «که دا سړی یو ځای په مرکه ولاړ سي، ښځه به ورکړل سي، که د یو چا شفاعت وکړي، شفاعت به یې وسي، که خبره وکړي، خبره به یې واوریدل سي.

سهل رضي الله عنه وايي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ سو. بیا یو بل د مسلمانانو یو مسکین کس تېر سو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائیل: «تاسو دده په هکله څه وایاست؟». دوی وویل: که چیری مرکه وکړي، څوک به ښځه نه ورکوي، که شفاعت وکړي، شفاعت به یې نه قبلیږي، که خبره وکړي، څوک به غوږ نه ورته نیسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کس په یوازي سر تر هغه بل ښه دی که څه هم د هغه په شان له خلکو دا دنیا ډکه سي».

ملنډې وهونکی نه پوهیږي چې په چا پوسخند وهي، کیدای سي هغه د الله تعالی په نیزد ډیر بهتره او متقي وي. الله تعالی فرمائي: ﴿ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ﴾ [الحجرات: 13]. ژباړه: بيشكه چې ډير مكرم او معزز له تاسې څخه په نزد د الله ډير متقي ادب لرونكى ستاسي دى.

x

دا هم وګورئ

د لقمان حکیم رحمه الله نصحیت و خپل زوی ته

د بیهقي په شعب الایمان کي د حضرت حسن رحمه الله څخه نقل سوي دي، ...