د لقمان حکیم رحمه الله نصحیت و خپل زوی ته

luqman-hakeem

د بیهقي په شعب الایمان کي د حضرت حسن رحمه الله څخه نقل سوي دي، چي حضرت لقمان رحمه الله خپل زوی ته وفرمایل:

ای خوږه زویه! ما کاڼی، اوسپنه او هر یو دروند شی پورته کړ، خو ما د ګاونډي څخه زیات ثقیل او دروند څه شی پیدا نه کړ او ما د ټولو ترخو او تُرشو(تروُو) شیانو ذایقه وڅکله، خو د غریبۍ او تنګسې نه مي بل یو تریخ شی پيدا نه کړ.

ای زویه! جاهل سړی کله هم خپل قاصد او استازی مه جوړوه او که د استازولۍ لپاره درته قابل اعتماد او هوښیار څوک پیدا نه سو، بیا په خپله د خپل ځان استازی جوړ سه.

زویه! له درواغو څخه ځان وساته ځکه چې دا د مرغۍ د غوښي په شان ډېر مرغوب وي؛ لږه اندازه درواغ هم انسان سوځوي.

ای زویه! په جنازو کي برخه اخله او د ودونو یا ښادیو په مجالسو کي برخې اخیستلو ته زړه مه ښه کوه، ځکه چې په جنازو کي برخه اخیستنه به اخرت در په یاد کړي او د ښادیو مجالس خواهشات پیداکوي.

په مَړه خیټه ډوډۍ مه خوره ځکه چي په داسي حالت کي خو یې سپي ته اچول غوره دي له دې څخه چې په خپله یې وخورې.

زویه! دومره مه خوږیږه چي څوک دي وخوري او دومره مه تریخیږه چې خلک دي وغورزوي (کرکه درنه وکړي.)

زویه! د خپلو خپلوانو سره صله رحمي کوه چې هغوی ستا وروڼه جوړ سي او کله چې ته له هغوی څخه جلا سې (ترې لرې یا بیل سې) نو ته يې یې عیبونه مه ښکاره کوه او نه به هغوی ستا عیبونه ښکاره کوي.

x

دا هم وګورئ

حلال او حرام

وايي چې يو لاروی د لمانځه له پاره جومات ته ودرېدی. هلته يو ماشوم وو، ...