د ارغنداو  ولسوالۍ له پاره نوی ولسوال وټاکل سوو

انجينر محمد شريف،چي د شاه محمد احمدي پر ځای د ارغنداو ولسوال ټاکلی سوی د شنبې په ورځ د مرستيال والي عبدالحنان منيب لخوا د يادي ولسوالۍ مامورينو او ځايي اوسېدونکو ته ور وپيژندل سوو.

مرستيال والي د مخکني ولسوال کارونه وستايل او نوي ته يې په کارونو کي د برياليتوب غوښتنه وکړل.

دتيرو څه باندي اوو کلنو راهيسي شاه محمد احمدي دارغندا ولسوالۍ چاري مخ ته وړلې.

30415043_1717179065014143_3500952145529608218_n

 مرستيال والي عبدالحنان منيب دښاغلي احمدي خدمتونو د ستايني تر څنګ هغه ته د ښه کار کولو له امله ستاينليک هم ورکړ.

مرستيال والي دغه راز ديادي ولسوالۍ له قومي مشرانو وغوښتل،چي دتير په څير دنوي ولسوال انجنير محمد شريف سره هم خپله همکاري دوامداره وساتي او دولسوالۍ دپرمختګ او انکشاف له پاره زمينه برابره کړي.

30124878_1717181111680605_533391837059020938_n

دغه راز مراسيمو کي نوي ټاکل سوي ولسوال انجنير محمد شريف هم ددولت څخه مننه وکړل چي په ده يي باور کړی او دارغندا ولسوالي ولسو نو ته يي دخدمت په موخه ټاکلي ،هغه ډاډ څرګند کړ چي تر خپله وسه به دولسوالۍ دمتوازن انکشاف له پاره زمينه برابره او دزراعت ترڅنګ دپوهني، روغتيا او ځينو نورو مهمو سکټورونو کي به ستونزو ته لاسرسی ممکن کړي.

ديادوني وړ ده چي انجنير محمد شريف تر دې وړاندي دپوهني رياست او موسيساتوکي دندي اجراء کړي دي.

خبریال: نثار احمد احمدي

30226716_1717181241680592_5828268005050019881_n

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...