حلال او حرام

camel

وايي چې يو لاروی د لمانځه له پاره جومات ته ودرېدی. هلته يو ماشوم وو، هغه ته يې وويل چې اوښ ته مي ګوره زه لمونځ کوم راوځم. چي لمونځ يې وکړ، له جېبه يې يو دينار را واېست چي ماشوم ته يې ورکړي. مګر چي دباندي راووت، ګوري چې اوښ سته او ماشوم نسته. ماشوم له ځان سره د اوښ ترسېری هم وړی دی.

لاروي له ځان سره وويل چي راځه پر دې بازار ورسه، هلته به بل ترسېری واخلې. کله چي بازار ته ورغی، ګوري چي له هټيوال سره هماغه د ده د اوښ ترسېری پروت دی. د اوښ خاوند پوښتنه ځيني وکړه چي دا دي له کومه کړ، هغه ور ته وويل چې لږ مخکې يو ماشوم راغی او په يوه دينار مي ځيني واخيست.

لاروي وويل: سبحان الله. ما غوښتل چي هغه ته حلال دينار ورکړم، مګر هغه حلال وا نه خيست او حرام يې واخيست.

درس:

دا د خدای دُنيا له حلالي روزۍ ډکه ده. مګر په خواشينۍ سره چي ځينې خلک د حلالو پر ځای حرام راټولوي. د سوال، اختلاس، غلا، رشوت …. په لاره کي د خپل حيثيت، خولو او ايمان بايللو ته تيار وي، مګر دې ته يې پام نه وي چي که د هغې نيمايي خواري د حلالي روزۍ د ګټلو له پاره وکړي، خدای به ور ته له هغې نه ښه روزي ورکړي.

کېدای سي د حلالو روزي به ډېره نه وي، مګر لږ تر لږه به يې د خپل شهرت له پاره خپل حيثيت او د خپل کور له پاره خپل ګور نه وي خوار کړی.

x

دا هم وګورئ

د لقمان حکیم رحمه الله نصحیت و خپل زوی ته

د بیهقي په شعب الایمان کي د حضرت حسن رحمه الله څخه نقل سوي دي، ...