کندهار ښاروال: د لومړي ځل لپاره کندهار ښاروالي د امريکا له اوهايو ايالت سره وصل سول

دغه څرګندوني کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل په کندهار کي د يوشمېر رسنيو له استازو او خبريالانو سره د خبرو پرمهال وکړې. نوموړي وویل، چي د امريکا له اوهايو ايالت سره دکندهار ښاروالۍ وصل د کندهار لپاره خورا ستره لاسته راوړنه ده، او له دې لاري به کندهار په بيلابيلو برخو کي مرستي ترلاسه کړي.

D

د دوشنبې په ورځ کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل د کندهار ښاروالۍ اړوند خپل ځني مهم پلانونه او پروژې له خبريالانو سره شريکي کړې. په دې اړه ناسته چي په کندهار ښاروالۍ کي جوړه سوې وه، پکښي د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فضلباري بريالي، د ځينو رسنيو استازو او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون کړئ وو.

کندهار ښاروال له رسنيو سره په خپلو خبرو کي وویل، چي د کندهار ښار د معياري پراختيا، د سړکونو او جادو په اساسي ډول جوړولو، په ښار کي د اقتصادي حرکت رامنځته کولو، سرسبزۍ، حفظ الصحې او ښاري ژوند په برخو کي بيلابيل پلانونه ترلاس لاندي لري.

ښاغلي ولسمل وویل، چي د بهرنيو اړيکو په برخه کي يې د لوموړي ځل لپاره د ښاري خونديتوب د يوه تړون له مخي کندهار ښاروالي د امريکا له اوهايو ايالت سره وصل کړې ده.

کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل وايي، چي ددې مهم تړون له مخي به د امريکا حکومت د کندهار ښاروالۍ سره په بيلابيلو اقتصادي، تعليمي، روغتيايي او ځينو نورو برخو کي مرسته کوي.

DD

کندهار ښاروال دغه راز د رسنيو له استازو سره په خبرو کي له هغوئ څخه غوښتنه وکړه، چي د پراختيايي او رغنيزو پروګرامونو په ښه عملي کېدو کي له تبليغاتي اړخه له ښاروالۍ سره خپلي همکارۍ جاري وساتي.

نوموړي وویل، چي د ښاروالۍ له ډيرو هڅو وروسته د کندهار ښار په بڼه کي لوی تغير ليدل کيږي او په ښاري فرهنګ، د ښار پاک ساتلو، سرسبزۍ او ځينو نورو برخو کي يې د پيغامونو او پروګرامونو په ډول د رسنيو همکاري اړينه وبلل.

د کندهار ښاروالۍ او خبريالانو ترمنځ په دغه ناسته کي د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال هم خبري وکړې. ښاغلي مينه  په خپلو خبرو کي  په ټولنه کي د رسنيو نقش مهم وباله او وې ویل، چي د عامه اذهانو د دتنوير لپاره بايد ټولي مطبوعاتي ادارې د ملي ګټو په نظر کي نيولو سره عمل وکړي.

DDD

د ناستي په پای کي د کندهار ښاروال ،د رسنيو د مسولينو او خبريالانو ترمنځ ازاد بحث هم ترسره سوو، چي پرمهال يې پربيلابيلو مسايلو خبري وسوې.

د رسنيو استازو او خبريالانو له کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل څخه غوښتنه وکړه، چي د خپلو پروګرامونو د ښه ابلاغ  لپاره دي له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کړي ترڅو په دې ډول سره د ښاروالۍ پلانونه په رسنيو کي ښه انعکاس پيداکړي.

کندهار ښاروال هم خبريالانو او درسنيو استازو ته ډاډ ورکړ، چي په هره برخه کي ورسره همکار دی او هڅه به وکړي، چي د ښاروالۍ اړوند معلومات پر وخت له رسنيو سره شريک کړي.

راپور: رحيم الله رحيمي

279 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...