کندهار ولایتي ادارې د تېر مالي کال پرمختيايي بودجه په بشپړ ډول مصرف کړې

دا څرګندوني اړوند مسؤلينو د ۱۳۹۷ کال لپاره د ولايتي پرمختيائي پلان جوړوني په اړه د نظر غوښتنی غونډه کي وکړې. کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا وويل، چي د کندهار دولتي ادارو تېر کال ۹۰ سلنه پرمختيايي بودجه په مصرف رسولې او پاته لس ارقام د ناوخته ورکړي او نه ورکړي له وجي پاته سوې او په مصرف نه ده رسيدلې.

ياده غونډه، چي د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، پکښي د کندهار والي ترڅنګ د ولايت مقام مرستيالانو، په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازو، د يوشمېر دولتي ادارو مسؤلينو، د ولسواليو ولسوالانو، د شوراګانو مسؤلينو او غړو، مدني فعالانو، ځوانانو او ميرمنو برخه اخيستې وه.

27867507_1660901907308526_6414403508721553066_n

د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي د تېر کال د پرمختيايي پلان د تطبيق او د روان کال لپاره د نوي ولايتي پرمختيائي پلان د جوړيدو اړوند معلومات وړاندي کړل.

هغه زياته کړه، چي د کندهار دولتي ادارو تېر کال ورکړل سوې پرمختيايي بودجه ۹۰ سلنه په مصرف رسولې او پاته ارقام پر وخت نه دي ورکړل سوي، نو ځکه نده مصرف سوې. د رحيمي په خبره، ددې ترڅنګ کندهار کي اوس مهال ۱۱۰ مرستندوېه مؤسسې ۸۸ غټي او کوچنی پروژې پيل کړي، چي يو شمېر يې بشپړي سوی.

27973014_1660901873975196_3004119675970444554_n

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د ټولو ادارو له مسؤلينو ځانګړې مننه وکړه، چي انکشافي بودجه يې پروخت او د اړتيا په برخو کي په مصرف رسولې ده.

ښاغلي ويسا وويل،چي په کندهار کي د خلکو اړتياوي زياتي دي، خو امکانات لږ دي او د مسؤلينو يې وغوښتل، چي راتلونکي انکشافي پلان دي د لومړيتوبونو پر اساس جوړ کړي، تر څو د خلکو لپاره بنسټيز کارونه وکړای سي.

کندهار والي د دې ترڅنګ د پروژو پر شفافيت ټينګار وکړ، په خبره يې، چي د پروژې قراردادي ته به د شرط پاڼي مطابق پيسې ورکړي او هيڅ کس به په پروژه کي ورڅخه درغلي ونه کړي.

27750741_1660902347308482_8385347644676650410_n

د ولايتي شورا مرستيال عبدالقيوم بارکزي بيا د انکشافي بودجې په ښه ډول تر لاسه کولو ټينګار وکړ. هغه وويل، مرکزي اداره زيات وخت د کاغذ پر مخ بودجه ورکوي، خو د چارو پرمهال ارقام کموي،چي ددغه ستونزی دحل لپاره بايد ګډي هلي ځلي وسي.

27858162_1660902467308470_5490159072945196725_n

د کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل وويل، چي اوس مهال په کندهار ښار کي ۴۸ غټي او بنسټيزي پروژې جريان لري، چي پکښي زيات کسان هم په دندو ګمارل سوي دي.

هغه ددې ترڅنګ زياته کړه، چي د امريکا متحده ايالاتو ورسره د زيات شمير پروژو د ورکړي ژمنه کړې، چي نزدې راتلونکي کي به کندهار ته ۲ زره تختې سولر هنداري د برئښنا د توليد لپاره ورکړي. ښاغلي ولسمل وويل، د ښاروالۍ کلني عايدات د تير په پرتله د ۲ سوه څخه ۵۲۰ ميليونه افغانيو ته رسېدلي دي.

27867068_1660902510641799_8807607197533611924_n

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي تورن عبدالخالق بالاکرزي وويل، تل يې د کندهار د ولس ږغ تر مرکز پوري رسولی دئ. هغه له مسؤلينو وغوښتل، چي خپل پلانونه دي پر وخت له دوئ سره شريک کړي، تر څو دمرکزي مسؤلينو څخه يې دحق غوښتنه وکړي.

27750078_1660902623975121_6282081993441203534_n

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو د استازو وغوښتل، چي دلته کندهار کي دي دخپلو رخصتيو پر مهال د خلکو سره ګډي غونډي جوړي کړي، دهغوئ ستونزي دي واوري او په مرکز کي دي ددوئ سره دحل په برخه کي همکاري وکړي.

هغه زياته کړه هر مسؤل کس مجبور دي، چي د خلکو ستونزي واوري او دحل لپاره يې هلي ځلي وکړي، ترڅو د خلکو ستونزی په ښه ډول حل کړای سي.

نوموړي وويل، دولت د خلکو دخدمت لپاره دئ او هيڅ دولتي کس نسي کولای،چي پر خلکو بغير له خدمت څخه تش په نوم مشرتوب وکړي.

راپور: عبدالقاهر پيوستون

x

دا هم وګورئ

کندهار والي وايي د خپل ماموریت پرمهال يې ۲۰۴۰ جریبه مځکه له غضبه خلاصه کړې

تورنجنرال زلمی ویسا وايي، دجمهور رئیس محمداشرف غني امر او ددوئ جدي هلي ځلي ددې ...