کندهار والي ولسوالانو ته امر کړی، چي د نشه يي توکو دکښت او قاچاق په جدي توګه مخنیوی وکړي

د کندهار ولایتي ادارې جدي تصميم نیولی، چي په ولسواليو کي د نشه يي توکو د کښت مخه ونيسي او سرغړونکي د قانون منګولو ته وسپاري. بلخوا د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي داځل به ټول هغه کښتونه لمنځه يوسي، چي نشه يي توکي پرې کرل سوي دي.

vv

د چهار شنبې په ورځ د نشه يي توکو په وړاندي مبارزي رياست رئيس ګل محمد شکران کندهار راډیو تلويزیون سره مرکه کي وويل، چي د ولایت مقام رهبرۍ د کندهار د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ته جدي سپارښتنه کړې تر څو په خپلو ولسواليو کي د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخه ونیول سي. ښاغلي شکران وويل کندهار والي پريکړه کړې که په هره ولسوالۍ کي ځايي مسؤلين د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کي پاته راسي، نو د قانوني چلند سره به مخ سي.

kok

بايد وويل سي، چي د نشه يي توکو د کښت او حاصلاتو د لاري وسله وال مخالفين پيسې په لاس راوړي او بيا د افغانانو د وژني او د تاوتريخوالي په رامنځ ته کولو کي ترې ګټه اخلي.

د کندهار اوسېدونکي وايي که دوی حلانو کښتونو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کي بازار پيدا سي، نو دوی به بيا هيڅکله هم کوکنار او نور نشه يي توکي ونه کري،ځکه په هيواد د ډېرو ناخوالو لوی لامل همدا د نشه يي توکو کر او کښت دئ.

راپور: احمد بهير احمدي

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...