کندهار والي وايي، د عمر بن خطاب جامع جومات پاته ساختماني چاري به ډېر ژر پيل سي

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د افغاني ساختماني دستګاه د رئيس انجنیر احمد ضیاء علیزي او ورسره راغلي پلاوي سره د عمر بن خطاب جامع جومات د پاته ساختماني چاري د تر سره کولو په موخه ولیدل. د يادي ليدنې پر مهال کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل او د ښار جوړولو رئيس انجنير محمد حنیف هم حاضر وه.

28055676_1662163920515658_1625359229521043458_n

کندهار والي تورن زلمي ويسا د افغاني ساختماني دستګاه د رئيس انجنیر احمد ضیاء علیزي ته لارښوونه وکړه چي ژر تر ژره د کندهار ښاروالۍ او ښار جوړولو رياست سره د تفاهم پر اساس د عمر بن خطاب جامع جومات پاته ساختماني چاري پيل کړي.

ښاغلي ويسا وويل، د عمر بن خطاب جامع جومات پروژه د اساسي پروژو څخه ده او باید ژر تر ژره يې پاته ساختماني چاري پيل سي. وروسته د افغاني ساختماني دستګاه رئیس انجنیر احمد ضياء علیزي ډاډ څرګند کړ چي د يوه تفاهم له مخې به د ياد جامع جومات پاته ساختماني چاري پيل او بشپړي کړي.

په ياده غونډه کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل او د ښار جوړولو رئيس انجنیر محمد حنیف هم خبري وکړې او ډاډ يې څرګند کړ چي د افغاني ساختماني دستګاه سره به د تفاهم له مخې د عمر بن خطاب جامع جومات پاته ساختماني چاري پيل کړي.

باید وويل سي چي څه موده وړاندي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د عمر بن خطاب جامع جومات د پاته ساختماني چارو د تر سره کولو په موخه مرکز کابل ته سفر وکړ او د لوړپوړو حکومتي چارواکو سره يې په دې اړه خبري وکړې او له هغوی يې غوښتنه کړې وه چي د يادي جامع پاته ساختماني چاري پيل کړي.

د کندهار والي د يادي غوښتني پر اساس مرکز يو تخنیکي ټیم ته دنده وسپارل چي ياده پروژه لومړی و ارزوي او وروسته يې پاته ساختماني چاري پيل کړي.

راپور: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...