په کندهار کي وسله وال طالبان سخت ځپل سوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده

د کندهار امنیه قوماندان وايي د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه يې هوايي او ځمکني عمليات زيات کړي، چي له امله يې ورته درنه مرګ ژوبله اړولې او ګڼي سيمي يې د هغوی له شتون څخه پاکي کړي دي. هغه خبرداری ورکوي که وسله وال طالبان د بې ګناه انسانانو له وژني لاس وانخلي نو په هيڅ ځای کي به خوندي پاته نه سي او لمنځه به يو وړل سي.

aa

په دې وروستيو کي د کندهار په یو شمېر ولسواليو کي وسله والو طالبانو ته په هوايي او ځمکني عملياتو کي درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، چي د پوليسو د همږغۍ يوې غونډي ته خبري کولې وويل، چي پر وسله والو طالبانو يې هوايي او ځمکني عمليات زيات کړي، چي له امله يې هغوی ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي او د هغوی د شومو اهدافو مخنیوی يې کړی.

نوموړی خبرداری ورکوي، که وسله وال طالبان د سولي د پروسې سره یو ځای نه سي او د بې ګناه وګړو وژني، بشري جنايتونو او ترهګريزو فعاليتونو ته دوام ورکړي نو په هيڅ ځای کي به خوندي پاته نسي او لمنځه به يو وړل سي.

aaa

(( وسله والو ترهګرو هڅه کول، چي په يو شمېر ولسواليو کي ترهګريز او ورانکاره فعاليتونه وکړي، چي پر وخت يې د ګډو ځواکونو لخوا هوايي او ځمکني عمليات تر سره سوي او ورته درته مرګ ژوبله مو اړولې او د هغوی شوم پلانونه موشنډ کړي او د بې ګناه انسانانو د وژني مخنیوي مو کړی.))

کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق د کندهار له ولسونو د منني ترڅنګ، چي د امنيت په ټينګښت کي يې ور سره مرسته کړې له مرکزي ادارې غواړي، چي کم سوی تشکيل بيرته ورکړي تر څو امنيت نور هم تامين کړي. هغه وايي په دې وروستيو کي د ګاونډيو ولایتونو څخه جګړه ځپلي او بې ځایه سوي کسان کندهار ته راغلي، چي بايد امنیتي تدابیر ورته ونيول سي.

(( وسله وال طالبان دي نور د جګړې لاس واخلي،سوله دي وکړي او د پرديو له استخباراتي ډلو دي ځانونه ازاد کړي، خپل وحشتونه دي پای ته ورسوي، خو که چيري همداسي وحشتونو او بشر ضد جنايتونو ته دوام ورکړي، نو دوی به د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په هيڅ ځای کي خوندي پاته نه سي او لمنځه به يوړل سي.))

دا په داسي حال کي ده، چي وسله والو طالبانو پلان درلود، چي په ميوند، نېش او خاکریز ولسواليو کي د پراخو بريدونو ترڅنګ په کندهار ښار کي هم د لویو بريدونو پلانونه جوړ او طرحه کړي، چي په هوايي او ځمکني عملياتو کي هغوی لمنځه يو وړل سول او د هغوی شوم پلانونه شنډ سول.

راپور: نثار احمد احمدي

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...