په کندهار کي سلګونو ځوانانو د ډيورند فرضي کرښي آ غاړي پښتنو د خوځښت ملاتړ وکړ

د دوشنبې په ورځ ځوانانو، مدني فعالانو، مشرانو او سګونو نورو وګړو د يوه سوليز لاريون پرمهال د ډېورنډ  فرضي کرښي هاغاړي پښتنو له خوځښت څخه ملاتړ وکړ، او د ټولو افغانانو ديووالي چيغه يې پورته کړه.

وګړو او ويناوالو په خپلو خبرو کي وويل، پښتانه او افغانان چي د نړۍ په هره برخه کي دي سره يو دي، نو ځکه په درد، ژبه، کلتور، دين او نور ټولو مسائلو کي سره شريک دي.

27752035_1820395124687260_2718722170112809034_n

(يو هيواد، يوملت، لر او بر يو افغان، او  زموږ هدف زموږ ارمان لوی افغانستان) دا هغه شعارونه دي، چي د دوشنبې په ورځ په زيات شمېر کندهاري ځوانانو د يوه سوله ايز لاريون پر مهال ورکول.

دغه ځوانانو د ډيورنډ فرضي کرښي ها غاړي قبايلي سيمو کي د خپل حقه حقوقو غوښتلو په موخه د پښتنو او بلوڅو ترسره سوي خوځښتونه وستايل او په دغه برخه کي يې د ټول هيواد په سطحه ملاتړ اعلان کړ.

ځوانانو په خپلو ويناو کي وويل، بلوڅ او پښتانه د خپل هيواد د ملي ګټو او ساتني په موخه تل سره يو دي او د نړۍ په هره برخه کي به ديوالي او ورور ولۍ ږغ پورته کوي.

AA

د لاريون برخوالو په پاکستان کي پر پښتنو ظلمونه وغندل او د دغه هيواد له حکومت څخه يې وغوښته، څو د پښتنو او بلوڅو له زورولو څخه لاس واخلي او ټول حقوق يې ورکړي.

ويناوالو دغه راز په ټينګار سره وويل، چي د ډيورنډ کرغېړنه او منحوسه کرښه نه مني او د فرضي کرښي دواړو غاړو ته پراته پښتانه سره يو دي او ټول د يو او بل په درد غم جن دي.

د دغه سوليز لاريون غړو همدارنګه د پاکستان د حکومت پر ضد او هلته د مېشتو پښتنو د خوځښت په ملاتړ  شعارونه ورکول او له ولسمشره يې هم مننه وکړه،چي په پاکستان کي د پښتنو د خوځښتونو د ملاتړ  اعلان يې وکړ.

د جنوري پر ۲۵مه نېټه د پښتونخوا له دېره اسماعيل خان سیمي پيل سوی د پښتون ژغورني په نوم غورځنګ په اسلام اباد کي لس ورځي دوام وکړ، چي په ملاتړ يې د پښتونخوا په شمول په افغانستان کي هم لاریونونه وسوه.

راپور: روزالدين ايازي

3064 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

648A4299-C88B-42DE-BE19-43A86BC17AD2_w650_r1_s

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل سو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان – قزاقستان تر منځ د هوايي ...