په کندهار کي د بريښنا د نشتون له امله ۱۱۴ فابريکې له فعاليته لوېدلي

په کندهار صنعتي پارک کي پانګوال وايي د بريښنا د نشتون له امله يې ۱۱۴ فابريکې تړلي او يوازي ۴۰ فابريکې يې فعاله دي، چي پنځه زره پنځه سوه کسان پکښي په کار بوخت دي. کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وايي هڅه کوي، چي د صنعتي پارک ترڅنګ د کندهار ښاريانو لپاره هم کافي بريښنا برابره کړي.

FF

برېښنا د ژوند اساسي ضرورت او د اقتصاد د پياوړتیا لوی لامل دی، چي په کندهار کي د نړيوالو د ميلياردونو مرستو سره سره لا هم دا ستونزه پر ځای پاته ده. په کندهار کي پانګوال او سوداګر وايي، د بريښنا د نشتون له امله يې ۱۱۴ توليدي فابريکې تړلي، چي له امله يې نه يوازي دوی ته اقتصادي زيان رسېدلی بلکي نږدې پنځلس زره کاريګر بې کاره سوي دي.

په کندهار صنعتي پارکي ۱۵۴ توليدي فابريکې سته، چي د بريښنا د نشتون له امله يې يوازي ۴۰ کوچنۍ فابريکې فعاله او پنځه زره کسان پکښي په کار بوخت دي. په صنعتي پارک کي د بريښنا د نشتون ترڅنګ د مځکو غير عادلانه وېش، د سړکونو، پاکو اوبو، روغتيايي خدماتو او اطفايي نشتون پانګوال د خپلو نورو ستونزو په توګه يادوي.

 

F

د کندهار پانګوال وايي که ستونزي يې حل سي، نو د فعاليته لوېدلي فابريکو د بيا فعاله کولو ترڅنګ به نوري فابريکې هم فعاله کړي، چي د باکيفيته توليداتو ترڅنګ به نږدې اتلس زره کاريګرو ته د کار زمينه هم برابره سي.

په ورته وخت کي کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا وايي صنعت، زراعت او امنيت د دوی په لومړيتوبونو کي دي او کوښښ کوي، چي په دې برخو کي جدي کار وکړي. ښاغلی ويسا وايي د صنعت کارانو او پانګوالو لپاره اسانتياوي برابروي او کوښښ کوي، چي صنعتي پارک ته د بريښنا تر څنګ نور اړين خدمات او امکانات برابر کړي.

FFF

نوموړی وايي په کندهار کي پر لس مېګاواټه لمريزي برېښنا کار روان دئ، چي په پنځه میاشتو کي به بشپړه سي او هم به په دامان ولسوالۍ کي د سولر او دهلې د بند څخه ۵۴ مېګاواټه برېښنا په لاس راسي. تورن جنرال زلمی ویسا وايي ښاروال او اړوند مسؤلینو ته يې سپارښتنه کړې څو په صنعتي پارک کي د مځکو وېش  او نوري رغنیزي چاري بشپړي کړي .

بايد وويل سي، چي کندهار دا مهال ۱۵۰ ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري، خو د کجکي له بنده يوازي لس مېګاواټه بريښنا کندهارته جريان لري. د کندهار صنعتي پارک فابريکې ،چي ۲۴ ساعته بريښنا ته اړتيا لري، اوس مهال په ۲۴ ساعته کي يوازي لس ساعته بريښنا لري.

راپور: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

افغان ځانګړو ځواکونو دکندهار دمیوند ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کي د هوايي او مځکنیو عملیاتو پرمهال ۴۷ وسله وال وژلي

دغه عملیات، چي د صفر درې قطعې کړي، پرمهال يې ۴۰ وسله وال ژوندي نیول ...