په کندهار کي دفوټسال لس ورځنۍ تمريني لوبي پای ته ورسېدې

د فوټسال دغه لوبي چي د جمال ناصر طرزي په جمنازيم کي جوړي سوې وې پکښي د کندهار د ۱۴ ليسو او د پوهني رياست دوو منتخبو لوبډلو برخه اخيستې وه.

a

د کندهار د پوهني رياست چارواکي وايي، چي د ښوونځيو د ژمنيو لس ورځنيو رخصتيو پرمهال يې د يوشمېر ليسو د زده کونکو لپاره د فوټسال لوبي پيل کړي وې.

د کندهار د پوهني رئیس انجنير عبدالقادر پيوستون وايي، چي د فوټسال ددې لوبو څخه يې هدف د ښوونځيو زده کوونکي درخصتيو پرمهال بوخت ساتل دي تر څو له دې لاري يې خپلو زده کړو ته وهڅوي.

د نوموړي په وينا، چي د فوټسال په دې لس ورځنيو لوبو کي د کندهار د ۱۴ ليسو او د پوهني رياست ۲ منتخبو لوبډلو برخه اخيستې وه. دده په وينا، چي له ډلي يې د احمد شاه بابا عالي ليسې او پوهني رياست منتخب ټيمونه پايلوبي ته ووتل.

aa

خپله په دې لوبو کي لوبېدونکي يوشمېر لوبغاړي هم د پوهني رياست له لوري ددغه ډول سياليو جوړولو له امله خوښ دي. دوئ وايي، دې لاري خپلو زده کړو او نورو ورزشي فعاليتونو ته هڅول سوي.

aaaa

د کندهار د پوهني رياست چارواکي خبر ورکوي، چي په راتلونکي کي هم په پلان کي لري، د فوټسال ورته لوبي پيل کړي. ددوئ په خبره ، چي ورزشي فعاليتونه د زده کوونکو پر روحياتو او دغه راز پر ښوونيز بهير هم مثبت تاثيرات لري، چي په وينايې دوئ ته لومړيتوب لري.

راپور: رحيم الله رحيمي

1190 ټول کتل سوی شمېر 48 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...