په پاکستان کي د پښتون لاریون کوونکو شمیر ورځ تر بلي زیاتیږي

1516CD25-A52A-41BE-905A-F6C87CC892E9_w1023_r1_s

نن په اسلام اباد کي د پښتنو د لاریون او احتجاج لسمه ورځ ده. په داسي حال کي چي ددې اعتراض د گډون کوونکو شمیر زیاتیږي، د اعتراضونو لړۍ د پاکستان کوچنیو ښارونو او کلیو ته هم غزیدلې ده.

د اسلام اباد د پښتون لاریون “دا څنګه ازادي ده؟” سندره تېره ورځ د کراچۍ په لاريون کي هم ښه په زغرده اوریدل کیدله او گډون کوونکو دا ناره هم کوله چي د پښتنو دغه کوښښ دي نور هم تند سي.

د کراچي پرېس کلب په وړاندي په احتجاج کي د زیات شمیر پښتنو د گډون سربیره د نورو ژبو ویونکو هم د پښتنو سره د پیوستون په مقصد ولاړ وو.

د مدني ټولنو فعالین د پاکستان په ستر اقتصادي مرکز کي په داسي حال کي راټول سوي وو، چي د دې ښار څخه شاوخوا ۱۳۰۰ کیلو متره لري د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کي هم د اسلام آباد د لاریون کوونکو څخه د ملاتړ په مقصد ګڼو قبایلو خپل غږ پورته کړ.

په اسلام اباد کي روان پښتون لاریون کي برخه لرونکې پښتانه وايي ترڅو یې چې غوښتنې نه وي منل سوي تر هغه به د اسلام اباد څخه ونه ښوریږي.

بلخوا تېره ورځ د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني دياد سوله ييز مدني فعاليت څخه خپله ملاتړ اعلان کړ.

هغه ويلي: په پاکستان کي د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني
او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو. دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت په وړاندي صف بندي ده، د ارزښت له مخي د عدم تشدد دسرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري. له نړیوالو او همدغه راز په پاکستان کي له مدني ټولنو څخه هیله کېږي چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي. لکه څرنګه چې په پاکستان کي د حقوق دانانو حرکت یوې نتیجې ته ورسېد، هیله مند یو، چي د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښو تر اېستلو دوام ومومي.
موږ پر رسنیوغږ کوو، چي د خپل سپېڅلي رسالت د عملي کولو او د بې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندي او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د تروریزم قربانیان دی نړیوالو خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي.

219 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...