په زابل کي ۱۳۹۸ کال دپلان جوړولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ ترسره سو

په دغه ورکشاپ کي دولتي چارواکو، دادارو مسؤلینو او عامو خلګو ګډون کړی وو چي دوئ ته به پلان او دبودجې دمصرف په هکله لازم معلومات ورکول سي.

 په مرکز کلات کي د ۱۳۹۸ کال دپلان جوړوني په موخه دولسونو دعامه پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ په داسي حال کي ترسره سو چي دزابل سرپرست والي رحمت الله یارمل، دسکتوري ریاستونو رئیسانو، میرمنو او ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکو ګډون کړي وو.

دزابل سرپرست والي ښاغلي یارمل دورکشاپ دپیل په مراسمو کي وویل چي ولایت مقام دولایتي پلان جوړوني په موخه ولسي وګړو ته ونډه ورکوي ترڅو هغوی په قانوني ډول خپلي غوښتني دولایتي ادارې سره شریکي کړي.

2

سرپرست والي په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي باید په مرکز او ولسوالیو کي خلک خپلي سیمه ایزي شوراګانې فعاله کړي ترڅو هغوی دخپلي سیمي پروژې او غوښتني په ګوته کړي .

په ورکشاپ کي داقتصاد رئیس عبدالولي عزيزي وویل چې ددې ورکشاپ په لړکي به دانکشافي او پراختیايي پلان جوړوني په برخه کي خلکو ته معلومات وړاندي سي.

او هغوی ته به وښودل سي چې څنګه کولاي سي چې خپلي غوښتنې له دولتي ادارو سره شریکي کړي.

2

ښاغلی عزیزي زیاتوي چي دورکشاپ په دوهمه برخه کي به دولایتي پلان جوړونې او د بودیجې د مصرفولو په برخه کي دسکتوري ریاستونو رئیسانو سره بحث او خبري کیږي.

دورکشاپ په جریان کي یوشمیر میرمنو او ددې ولایت اوسیدونکو په مخامخ ډول خپلي ستونزي او مشکلات دزابل سرپرست والي سره شریک کړل.

دوئ دزابل سرپرست والي څخه مننه وکړه چې ددې زمینه یې برابره کړې ترڅو دسیمي اوسیدونکي خپلي غوښتنې دولایتي ادارې سره شریکوي.

خبریال: احمد فیضان

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...