په تایوان کي د زلزلې له امله خلک په نړېدلو ودانیو کي بند پاته دي

 

_99917232_92a20360-531b-4821-9db1-6098478ae7b3

د تایوان په هوالین ښار کي ۶،۴ ریختر درجې زلزلې ودانۍ نړولي، چي له امله یې تر دې مهاله دوه کسان وژل سوي، دوه سوه ټپیان او په لسګونو خلک په نړېدلو ودانیو کي بند پاته دي.

زلزله تېره شپه پر ځايي وخت ۲۳:۵۰ بجې سوې ده. ژغورونکو تر اوسه ۱۵۰ کسان له ورانو سوو هوټلونو او استوګنځیو اېستلي دي. د ۴۰ زره کورونو اوبه پرچاو سوي دي او پلونه تړلي دي.

دا ښار نږدې یو لک اوسېدونکي لري او د سیلانیانو ګڼه ګوڼه هم پکښي کي وي. له هوالین ۱۶۰ کیلومتره لري د تایوان پلازمېنه تایپه کي هم خلکو د زلزلې جټکې حس کړي دي.

دوه کاله مخکې هم په تایوان کي زلزلې ۱۱۷ کسان ووژل او څو ودانۍ یې وراني کړې.

359 ټول کتل سوی شمېر 23 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...