په افغانستان کي د يوناما مرستيال توبي لېنزر له کندهار والي سره وليدل

د يوناما مرستيال د سه شنبې په ورځ په ولايت مقام کي له کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره د يوشمېر ستونزو د حل او د ځينو غوښتنو د شريکولو په موخه وکتل.

په دغه ليدنه کي دواړو لورو يو او بل ته د همکاريو ډاډ ورکړ او د يوناما مرستيال له کندهار والی سره همدارنګه په راتلونکي کي د ځينو همکاريو ژمنه وکړه.

په افغانستان کي د يوناما مرستيال توبي لېنزر وويل، د ليدني موخه يې په کندهار کي د پوليو د خطر ناکي ناروغۍ په وړاندي مبارزه او په ښار او ولسواليو کي د دغه ناوړه ناروغۍ له منځه وړل ‌دي.

په دغه ليدنه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د يوناما له مرستيال څخه په کندهار کي د روغتيا ترڅنګ د زراعت او پوهني په برخه کي د همکاريو غوښتنه وکړه.

27971596_1661079263957457_6199212490449871707_n

ښاغلي ويسا وويل، يوناما دي په کندهار کي د پاکستان هيواد څخه د راغلو مهاجرينو لپاره د ښار ګوټي په جوړولو او مهاجرينو ته په بېلابېلو برخو کي د اسانتيا په رامنځ ته کولو کي مرسته وکړي.

د ده په خبره، د سپين بولدک ولسوالۍ د مهاجرينو د ثبت د مرکز کسان دي زيات کړل سي، څو مهاجرينو ته د ثبت او راجستر په برخه کي اسانتياوي رامنځ ته سي.

27867977_1661079553957428_5466871955801473022_n

وروسته په افغانستان کي د يوناما مرستيال توبي لېنزر ژمنه وکړه، چي په ټول توان او وس سره به د خپل کاري ټېم په ملتيا په کندهار کي د کوکنارو د ناروا کښت په له منځه وړلو کي کار کوي.

ښاغلي لېنزر ټينګار وکړ، چي په کندهار ښار او ولسواليو کي به د ولايتي ادارې په همکاري ټول د پنځو کالو کم عمره کوچنيان د پوليو د خطر ناکي ناروغۍ په وړاندي واکسينوي.

نوموړي په خپلو خبرو کي پوليو يوه خطر ناکه ناروغي ياده کړه او د مخنيوي په برخه کي يې د سيمي له خلګو، ملاامامانو او قومي مشرانو څخه د مرستي غوښتنه وکړه.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

کندهار والي وايي د خپل ماموریت پرمهال يې ۲۰۴۰ جریبه مځکه له غضبه خلاصه کړې

تورنجنرال زلمی ویسا وايي، دجمهور رئیس محمداشرف غني امر او ددوئ جدي هلي ځلي ددې ...