پنځه غوښتني چي پنجاب يې وارخطا کړی

27544924_588139118185268_2574986511423773665_n

ليکنه: سرخط

په اسلام‌ اباد کي د پښتنو روان احتجاج په پيل کي يوه کوچنۍ غونډه وه، چي غوښتنه يې هم يوازي د شهيد نقيب مسود له ‌پاره د انصاف غوښتنه وه، خو وار په وار دغه غونډه په ډله، له ډلي په قافلې او له قافلې په لښکر بدله سوه.

لاريون لومړی د پښتونخوا له ډېره اسماعيل خان څخه پيل سو، پر لکي مروت او بنو تېر سو، دغه وخت ورسره زرګونه پښتانه ځوانان ملګري سول او پر پېښور ورغلل چې هلته يې زرګونو نورو پښتنو لار څارله.

لاريون کوونکو، چي په پېښور کي خپل زور وليد، نو د چارسدې، مردان او صوابۍ پر لور يې مخه ونيول او د فبرورۍ په لومړۍ نېټه يې په اسلام‌اباد کي دهرنه يا پرلت وواهه، چي ترنن ورځي پوري دوام لري.

د نقيب مسود شهادت د پښتنوخوا د ټولو پښتنو له ‌پاره د يووالي يوه پلمه سوه چي اوس له څو لسيزو راهيسې پر پښتنو د نړيوال جنګ د روان وحشت د ټولو ناکردو پوښتنه کوي.

په اسلام‌اباد کي پرلت ناست پښتانه له پاکستاني حکومت څخه څو غوښتنې لري چې مهمې يې دا دي

1: د نقیب الله شهید قاتلان دي په دار وځړول سي.

2: په کراچۍ او نورو سيمو کي چي د پښتنو ځوانان د قتل او وژني څومره کېسونه يا دوسيې دي، چيف جسټس يا د ستري محکمې رئيس دي يې پخپله وڅېړي.

3: ټول هغه پښتانه ځوانان چي تښتول سوي او تري تم سوي دي، يا دي خوشې کړل سي او که ورباندي کوم تور وي، عدالت يا محکمې ته دي معرفي کړل سي.

4: په قبايلو او ځانګړې توګه وزيرستان کي که کومه پېښه کېږي؛ نو د پاکستان پوځ دي د عامو پښتنو له ځورولو، توهينولو او ورباندي له بنديز لګولو ډډه وکړي.

5: په قبايلي علاقو کي د پاکستان پوځ ماينونه ښخ کړي چې تر اوسه يې له اته اويا تنو مسودو او يو سل او پنځو تنو وزيرو ماشومانو څخه لاسونه او پښې پري کړي او د ډېرو نورو يې ژوند اخيستی، د پښتنو له کلو دي دغه ټول ښخ کړل سوي ماينونه وکښل سي.

د دغو غوښتنو له ‌پاره په اسلام‌اباد کي د پښتنو روان احتجاج يا پرلت په ټولو پښتني اصولو برابر روان دی. نه په کښي تر اوسه د چا موټر ته اور اچول سوی، نه څوک د چا پر کور ورختلي، نه په کښي چا ته سپکې سپوري ويل سوي دي.

احتجاج کوونکي ارام ناست دي، يوازي له حکومته خپلې غوښتنې يادوي، خو حکومت يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

ځينې سياسي مشران چې ځانونه د پښتنو استازي بولي، کوښښ کوي چې د احتجاج کوونکو پام پر بله واوړي يا يې غوښتنې کوچنۍ وښيي، خو احتجاج ‌کوونکي نور څه غواړي.

پرون احتجاج ‌کوونکيو ته د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د خپلو خبرو پر مهال، ټوله خبره يوازي د نقيب مسود د قاتل تر محاکمه کولو پوري محدوده وبللـه، خو داسې نه ده.

د پاکستان د تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان بيا د پښتنو پر اوږو توپک کېښود پر زرداري او نواز شريف يې زړه يخ کړ او د وينا په اخېر کي د پاکستان له عسکر سالار جنرال باجوه سره يې د خبرو سينه وډبوله، خو تر اوسه يې بيا درک نه دی مالوم سوی.

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم احتجاج کوونکو ته د خپلو سياسي ګټو پر اساس، جوړه سوې وينا وکړه او په پای کي يې دوه سوه زره کلداري مرسته هم اعلان کړه.

په دوی ټولو کي يوازي د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان و چي وينا يې د احتجاج له روحيې او غوښتنو سره سمه وه او احتجاج کوونکي يې هم د وينا پر مهال، احترام ته ودرېدل.

ده وويل: زه افغان يم، پلار و مور مي افغانان دي، د نړۍ په هر ګوټ کي چي پښتون اوسي، هغه افغان دی او نور پر افغان پښتنو د تپل سوي جنګ د پای ته رسولو وخت رارسېدلی دی.

اسفنديار ولي خان وويل، د نقيب شهيد وينو رنګ راوړی دی او پر پښتنو د تپل سوي جنګ د پای ټکی به د همدې شهيد له وينو ښوول کېږي.

ده د پاکستان پر مېډيا يا رسنيو او پوځ نيوکي وکړې چې پوځ يې ښه او بد طالبان سره بېلوي او مطبوعات يې د پښتنو پر احتجاج سترګي پټويد خان په خبره، نور نو د پښتنو برخه جنت ډک سوی، بايد پنجابيان پاڅي او جنت ته ولاړ سي.

893 ټول کتل سوی شمېر 7 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...