مرستیال والي د خواجه ایوب انصاري لیسې سره د فرشونو مرسته وکړه

د چهار شنبې په ورځ مرستیا والي عبدالحنان منیب په داسي حال کي چي د پوهني رئيس انجنیر عبدالقادر هم ورسره ملګري وو، د خواجه ایوب انصاري د لیسې څخه لیدنه او د فرشونو مرسته يې ور سره وکړه. یاده مرسته د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب له لوري په شخصي لګښت برابره سوي وه.

27867807_1662171783848205_6460420550503082140_n

د چهارشنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منیب د خواجه ايوب انصاري ليسې ته ولاړ او هلته يې د زده کوونکو وضعيت او تدريسي چاري له نږدې ولېدلي. ښاغلي منیب په خپلو خبرو کي وويل چي د خواجه ایوب انصاري لیسي دا مهال فرشونو ته زیاته اړتیا لرل چې یوشمېر صنفونه بې فرشه پاته وه او په دې سره به د یادي لیسې د فرشو ستونزه هواره سي.

مرستیال والي د خپلو خبرو پر مهال همداراز وویل، ولایتي اداره په هره برخه کي د پوهني رياست سره همکاره ده او ډير ژر به د ښار او ولسواليو یو شمېر ښوونځۍ ترمیم کړي.

27867293_1662170493848334_8764481739837709195_n

د خواجه ایوب انصاري لیسې مدیر د مرستیال والي څخه مننه وکړه چي په شخصي لګښت يې ورسره مرسته وکړه. هغه وویل، یوشمېرداسي صنفونه وه چې فرشونه یې نه لرل او له امله يې د ستونزو سره مخ وه او اوس يې یاده ستونزه هواره سوه.
د يادي ليسې مدیر همدارنګه وويل چي یو شمېر صنفونه ترمیم ته اړتیا لري چې باید ترمیم کړل سي . هغه د مرستیال والي څخه وغوښتل چې په دي برخه کي ورسره همکاري وکړي.

وروسته مرستيال والي عبدالحنان منیب د پوهني رئیس ته هدایت وکړ چي د يادي ښوونځۍ سته ستونزي له منځه يوسي او ضرورتونه يې پور کړه.

مرستيال والي د ليسې مدیر ته همدارنګه ډاډ ورکړ چي د کلکينانو هنداري به يې په خپل شخصي لګښت ورته برابري کړي.

راپور: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...