مرستيال والي د کندهار په سطحه د ساينس مرکز د بنسټ ډبره کښېښودل

مرستيال والي عبدالحنان منیب وايي، د ساینس دغه مرکز به د يو کال په جریان کي د ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ سي.

په دغه مراسمو کي د ولايت مقام د مرستيال ترڅنګ، په مشرانو جرګه کي د کندهار د خلګو استازي حاجي محمود خاکرېزوال، د پوهني، عالي دارالمعلمين، ښار جوړولو او علما وو شورا د رئيسانو ترڅنګ د ولايت مقام سکتوري رئيس هم برخه اخيستې وه.

د سه شنبې په ورځ مرستيال والي د شهيد محمد اکرم په لېسه کي د ساینس مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښوده.

27751795_1660979300634120_3377001743557531831_n

مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، دغه پروژه د پوهني وزارت په چوکاټ کي د ښار جوړولو وزارت په مالي مرسته مخ ته وړل کېږي، چي د کندهار د معارف لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

ښاغل منیب دغه راز وايي، د بهرنيو مرسته کوونکو مؤسسو په مرسته يې د کندهار ښار په ډنډ او دامان ولسواليو کي هم د يوولسو ښوونځيو د ترميم لپاره بودجه پيدا کړې، چي ډېر ژر به يې چاري پيل سي.

د پوهني رئيس انجنير عبدالقادر پيوستون وويل، د ساینس مرکز دا پروژه د ټول کندهار په سطحه ده، چي د ښار او ولسواليو د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کي به کار کوي.

ده هيله وښوده، چي په جوړلو سره به يې ټول د معارف ښوونکي په هم دغه مرکز کي خپلي تجريبې سره شريکوي او په لوړه کچه به د تدريس لپاره روزل کېږي.

27751730_1660979570634093_8111051580739034896_n

پرهمدې مهال د ښار جوړولو رئيس محمد حنیف وويل، دا پروژه چي ۳۱ ميليونه افغانۍ لګښت ورباندي راځي، د جوړولو چاري به يې د يوه کال په موده کي په لوړ کيفيت سره پای ته ورسېږي.

دی زياتوي، چي د ساینس دغه مرکز به ۲۴ اطاقه ولري او په ټولو برخو کي به مجهز وي.

دا په داسي حال کي ده، چي د پوهني په برخه کي ولايتي اداره خورا جدي ده او په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چي په دغه برخه کي د هر اړخیزو اصلاحاتو ترڅنګ د زده کوونکو او ښوونکو لپاره ګټور پروګرامونه پلي کړي.

خبریال: روزالدين ايازي

315 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...