د کندهار ښاروالۍ په عوايدو کي په بېساري ډول زياتوالی راغلی دی

دغه څرګندوني کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل له خبريالانو سره د ښاروالۍ اړوند د ځينو معلوماتو شريکولو پرمهال وکړې.

ښاروال انجنير روښان ولسمل وايي، چي په کندهار ښار کي خلکو د اقتصادي ژوندانه د ښوالي او د فقر د کچي د کموالي لپاره يې پراخ اقتصادي پلانونه ډيزاين کړي دي.

کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل له خبريالانو سره د کتني پرمهال وویل، چي د کندهار ښاروالۍ تر زياتو هڅو او کوښښونو وروسته د تېرو کلنو په پرتله د ښاروالۍ په عوايدو کي زياتوالی راغلی دی.

310A4377

ښاغلي ولسمل وویل، چي سږکال ښاروالۍ ۵۱۶ ميليونه افغانۍ عايد درلودل، چي دا د تيرو کلونو په پرتله لوړ رقم دی.

د نوموړي په وينا، چي د ۵۱۶ ميليونه افغانيو له جملې يې ۴۹۰ ميليونه افغانۍ بيرته په مصرف رسولي، چي يوازي ۳۷۰ ميليونه افغانۍ په پراختيايي برخه کي لګول سوي دي.

کندهار ښاروال دغه راز وویل، چي څومره ډېر د ښاروالۍ په عوايدو کي زياتوالی راځي په همدومره کچه په ښار کي پراختيايي کارونه ډيريږي.

د نړيوالو د بلاعوضه مرستو د ترلاسه کولو په برخه کي کندهار ښاروال وویل، چي له نړيوال بانګ څخه يې د (سي آی پي) يا ښاري سرمايه ګزاري په برخه کي په لومړنيو درو کالو کي د ۱۶ ميليونو ډالرو په ارزښت پروژې اخيستي دي.

310A4392

دی وایي، چي ددې مهمو پروژو ۸۰ فیصده يې منل سوي او اوس مهال يې د سروې چاري رواني دي.

کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل وايي، چي ددې پروژو اصلي هدف دا دی ترڅو د کندهارښاريانو لپاره د پاکو اوبو زمينه برابره سي او له ښاره د چټلو اوبو د ايستلو لپاره معياري کانالونه جوړ سي.

کندهار ښاروال همداراز د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي د هبيتات موسسې سره په ګډه يې د اروپايي ټولني څخه د ۱،۸ ميليونه ډالرو په ارزښت پنډ هم جلب کړي، چي له تېرو  ۸ مياشتو راهسي يې له همدې درکه د کندهار ښار په ۱۵ ناحيو کي پروژې پيل کړي او پکښي سلګونه کسانو ته د کار زمېنه برابره سوې ده.

کندهار ښاروال د ښاروالۍ د تشکليل په اړه هم څرګندوني وکړې او وې ویل، چي د ښاروالۍ ټول تشکيل پوره دی او مسلکي کسان يې د ښاروالۍ د خالي بستونو لپاره جذب کړي دي.

ښاغلي ولسمل په کندهار ښار کي د بېوزلۍ او فقر زياتوالی يوه لویه ستونزه وبلل او وې ویل، چي ښاروالي له ولايت مقام سره په ګډه د داسي اقتصادي پلانونو پر عملي کولو کار کوي ترڅو په کندهار ښار کي د غربت او بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...