د ولسمشر دحکم سره سم دزابل دمحبس څخه څلور تنه بندیان خوشي سول

دغه څلور تنه بندیان په مختلفو جرمونو مرتکیب وو او له څو کالو راهیسي دزابل په مرکزي زندان کي بندیان وو، چي تیره ورځ دهيواد دجمهور رئيس دحکم سره سم خوشي سول.

f

دهیواد دجمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني د ۱۶۸ ګڼه حکم سره سم څلور تنه بندیان دزابل دمرکزي زندان څخه خوشي سول. دزابل سرپرست والي ښاغلي رحمت الله یارمل په جوړو سوو مراسمو کي ددې ولایت دمحبس دمسولینو څخه مننه وکړه، چي دزندانیانو لپاره یې لازم سهولتونه چمتو کړي. سرپرست والي له خوشي سوو بندیانو هیله وکړه، چي نور خپل جرمونه تکرار نه کړي دټولني دپرمختګ لپاره کار وکړي.

ff

دزابل دولایتي شورا رئيس په  یادو مراسمو کي دامنیتي ځواکونو د زیار او زحمت څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چي دامنیتي ځواکونو په مرکز او ولسوالیو کي قربانۍ ورکړي او ددوئ په هڅو باندي په دې ولایت کي امنیت ټینګ سوی دی. ښاغلي حقبیان زیاته کړه چې ولایتي شورا او ټول ولسونه دامنیتي ځواکونو ملاتړي دي.

پرهمدې مهال یوشمیر هغه بندیان چي له محبس څخه دهیواد دجمهور رئيس دحکم له مخي خوشي سوي دي، دهیواد دجمهور رئيس او ولایتي مسولينو مننه وکړه او زیاته يې کړه چي نور به خپل جرمونه تکرار نه کړي او دخپل هیوادوالو ترڅنګ به دټولني او هیواد ابادولو کې برخه واخلي.

راپور: احمد فیضان 

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...