د ورځي یو سگريټ څکول هم د زړه د ناروغۍ سبب کېږي

69CA46C5-441B-46AE-BBDB-D76566F9F259_w1023_r1_s

د یوې نوي څیړني پايله ښیي، چي د سگريټ څکول انسان د رگونو د بندیدو، د قلبي او دماغي سکتو له خطر سره مخامخ کوي.

دغه نوي طبي څیړني د هغو کسانو له پرتله کولو وروسته دا نتیجه اعلان کړې، چي د ورځي یو، پنځه یا ۲۰ سگریټ څکوي. څېړنه ښيي هغه نارینه چي د ورځې یو سگرټ څکوي د هغو کسانو په پرتله چي هیڅ سگريټ نه څکوي، په سلو کي له ٧۴ څخه یې زیات د قلبي ناروغیو او ٣٠ فیصده یې د زړه د درېدو له خطرسره مخامخ دي.

همداشان هغه ښځې چې د ورځې یو سگريټ څکوي د هغو ښځو په پرتله چې هیڅکله یې سگريټ نه دی څکولی دوه چنده د قلبي ناروغیو له خطر او ۴٦ فیصده زیات د سکته کولو له گواښ سره مخامخ وي.

ددغه څیړنې محقق الن هکشاو، چې د لندن پوهنتون د سرطان ناروغۍ په انستیتوت کې څیړنې کوي د رویترز اژانس ته وویل ددې لپاره چې د سگريټ څخه د زیږنده خطرونو نه خلاص سئ، باید و يې نه څکوئ.

ددې څیړنې محدودیت په دې کي دی چې په کښي د قلبي ناروغیو او د رگونو د بندیدو او یا هم د مغزي او قلبي سکتو د رامنځ ته کیدو نور عوامل لکه پنډوالی او د شکري ناروغي یې ندي څیړلي.

د کاناډا د اوتاوا د پوهنتون د عامه روغتیا څیړونکی ډاکتر کنیت جانسن، چې په دغه څیړنه کې شامل نه و، وایي د سگريټ څکولو هیڅ یوه اندازه مصونه نده او حتی د ورځې د یو سگريټ څکول کولای سي ناوړه روغتیایي پایلې ولري.

x

دا هم وګورئ

د نیمچه سر دردۍ څخه تنګ یئ؟ لاملونه او درملنه یې!

سر درد یو له هغو عامو او مضرو دردونو څخه دی چې نه یواځې په ...