د هلمند کرني ریاست د پسرلي لپاره ۸۰ زره زینتي او میوه لرونکي نیالګي روزلي دي

د کرني رئیس وايي: دا نیالګي عامه ځایونو ته وړیا ورکول کیږي، خو پر خلکو په ډېره مناسبه بیه پلورل کیږي.

دی وايي دغه نیالګي د فني کسانو له خوا روزل سوي دي، او که يي خلک ښه ساتنه او روزنه وکړي، نو د چاپیریال په زرغونېدا او میوه لرونکو ونو په ډېرښت کي به د پام وړ بدلون را سي.

له تېرو څو کلونو راهیسي د لښکرګا ښار واټونو پارکونو، او کورونو کي د نیالګیو د ايښودني او روزني عرف ښه سوی دی، او خلک هر کال تر پسرلي د مخه نیالګي پیري او په کورونو او باغونو کي يې کښېنوې.

5

ښاروالۍ دا نیالګي د سړک په ګلدانونو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو کي د اشر په توګه کښېنوي، چي د تیرو څو کلونو راهیسي يې روزني ته د خلکو پام هم ور اوښتی دی.

دا نیالګي د هلمند د کرني ریاست په کوریه کي روزل کیږي، د کرني ریاست مسئولین وايي، دوی سږ کال اتیازره زینتي او میوه لرونکي نیالګي د خاصو او فنې کسانو له خوا برابر کړي دي.

د کرني رئیس احمدشا خیري وايي اوس يي د وېش لړۍ پیل سوې ده، او عامه ځایونو ته به د یوه خاص کمېسیون په وړاندې مفت ورکول کیږي، خو پر خلکو به په ډېرو لږو پیسو پلورل کیږي.

4

دی وايي دا نیالګي داسي روزل سوي، چي د هلمند له اوبو او هوا سره ښه توافق لري

هر کال په زرګونو نیالګي روزل کیږي، خو ډير لږ يې زرغونیږي، د کرني ریاست مسولین او عام ښاریان په دې نظر دي، چي لا هم ډيری خلک د نیالګیو روزني چنداني پروانه لري، خو دوی وايي د تېرو کلونو په پرتله دغه برخي ته کار سوی دی ، او د نیال ایښودلې رواج او عادت کي بدلون راغلی دی.

6

دلته راغلي څو کسانو چي د ښار او ولسوالیو لپاره نیالګي پيري وايي، د کرني ریاست له خوا روزل سوي دا بوټي ، تر نورو د ښې نتیجې لرونکي دي.

هلمند کي لا هم د باغ جوړوني لپاره خلک چمتو نه دي، او دې ولایت کي د باغونو شمېر کافي نه بلل کیږي، د کرني ریاست مسولین وايي، که د باغ جوړوني لپاره لږ زحمت وکښل سي، نو د دې ولایت کرونده ګر به هر کال په زیاته پیمانه محصولاتو څخه پیسې تر لاسه کړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...