د جمهور رئيس مرستيال وياند، د کندهار ملي راډيوټلوېزيون نشراتي فعاليتونه وستايل

د هيواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني مرستيال وياند دواخان مينه پال د سه شنبې په ورځ کندهار ملي راډيوټلوېزيون ته راغی او دلته يې د دغه راډيوټلوېزيون د آمر نورالله نوري په ملتيا له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي مينه پال د دغه ليدني پرمهال وويل، په کندهار کي  مطبوعات بايد خپل مسؤليتونه درک کړي، څو د ولس ستونزي د حل په موخه تر اړوند چارواکو پوري ور ورسوي.

د هيواد د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال د سه شنبې په ورځ کندهار ملي راډيوټلوېزيون ته د راتګ سره سم لومړی د دغه راډيوټلوېزيون د خبري څانګي څخه ليدنه وکړه.

2

دليدني پرمهال ښاغلي مينه پال ته د خبري څانګي د مسؤل اسدالله زړه سواند له لوري د خبرونو، مرکو، شنونو او نورو خپرونو په اړه معلومات ورکړل سول.

وروسته نوموړي د راډيوټلوېزيون د آمر نورالله نوري په ملتيا د ټلوېزيون او راډيو سټډيوګانو ته ولاړ او هلته يې له نشراتي فعاليتونو څخه د نژدې ليدنه وکړه او پرمهال يې دغه فعاليتونه وستايل.

دغه راز د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال د کندهار راډيو څخه د ليدني پرمهال د دغه راډيو له اوږدو ږغيزو څپو څخه خوښي وښوده.

3

د راډيو د نشراتو مسؤل عبدالجميل څپاند وويل، دامهال د کندهار راډيو د نشراتو څپې د ډيورنډ فرضي کرښي ها غاړي تر کوټي او نورو لرو پرتو سيمو پوري رسېدلي دي او خپلو مينه والو ته په بېلابېلو برخو کي نشرات وړاندي کوي.

دواخان مينه پال په خپلو خبرو کي په کندهار کي د ټولو رسنيو له استازو وغوښته، تر څو خپل مسؤليتونه د ولس د ستونزو د حل په موخه درک کړي او د خلګو ستونزي تر حکومته او د حکومت ږغ تر ولس پوري ورسوي.

داپه داسي حال کي ده، چي د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال کندهار ته د خپل راتګ سره سم دلته د يوشمېر رسنيو څخه د نږدې ليدني کړي او د هغوی نشراتي فعاليتونه يې د سمون په موخه کتلي دي.

خبریال: روزالدين ايازي

1

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...