د ترهګرۍ مالي ملاتړ ډلو کې د پاکستان ورګډولو هڅه کېږي

رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا د پیسو سپینولو د څار د یوې ډلي په هغه نوملړ کي د پاکستان د ورګډولو هڅې پیل کړي چي د نړیوالي ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تړاو ورباندي څارنه کېږي.

_100022801_458313840

دغه اژانس د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي، چي اسلام اباد د مالي ګام د عملیاتي ځواک په نامه ادارې په دغه نوملړ کي له شاملېدو څخه د ځان د ژغورني لپاره هلي ځلي کوي، ځکه چې دغه کار یې د هېواد اقتصاد زیانمنولی سی.

د مالي ګام عملیاتي ځواک دغړو هېوادونو غونډه را روانه اوونۍ په پاریس کي کېږي چي پر پاکستان به د ګامونو پر پلي کولو بحث وکړي. دا ډله په پاریس کې ده او د دولتونو ګډ ګروپ دی چي د ناروا او تورو مالي سرچینو پر ضد ګامونه اخلي.

د پاکستان د مالیې سرپرست وزیر مفتاح اسماعیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکا او برتانیا څو اونۍ وړاندي د دې ګام پورته کولو وړاندیز کړی خو وروسته یې فرانسه او جرمني هم قانع کړي چې ورسره یو ځای سي.

پاکستاني چارواکي او لوېديځوال ډیپلوماتان وايي په دې نوملړ کي د پاکستان شاملول به د پاکستان اقتصاد ته لوی زيان ورسوي، ځکه بهرني شرکتونه او پانګوال به په سختۍ وکولی سي، چي په دې هېواد کي بهرنۍ پانګونه وکړي.

پاکستاني چارواکي دا ویره هم لري چې په دې سره به پاکستان نه سي کولای له نړیوالو مالي موسسو او مالي مارکېټونو پورونه تر لاسه کړي.

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...