د امنیتي مجلس اونیزه نوبتي غونډه جوړه سوه

د امنیتي مجلس غونډه چي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه، پر مهال يې د ټولو امنیتي ارګانونو مسئولينو ګډون کړی وو. د غونډي پر مهال امنيتي مسؤلينو په تېره يوه اونۍ کي د خپلو لاسته راوړونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

sss

په غونډه کي لومړی د ارغستان او ډنډ ولسواليو د يو شمېر اوسېدونکو سره د هغوی پر ستونزو خبري وسوې. کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په غونډه کي د امنیتي ارګانونو مسئولينو ته لارښوونه وکړه چي د ولسي خلګو سره اړيکي ټينګي او ستونزي يې هواري کړي.

ښاغلي ويسا له خلګو هم وغوښتل چي د خپلو افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي. وروسته په غونډه کي د امنیتي ارګانونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو او اجراتو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه.

د کندهار د ملي امنیت رئيس تورن جنرال قدرمحمد قدر په غونډه کي وويل چي منسوبينو  يې په تېره اوونۍ کي د عملياتو پر مهال وسله وال مخالفين سخت ځپلي دي.

ښاغلي قدر وويل، د ملي امنیت منسوبينو د تر سره کړو عملیاتو پر مهال زيات شمېر درنې او سپکي وسلې هم د وسلوالو مخالفينو څخه تر لاسه کړي دي.

په غونډه کي د کندهار امنیه قوماندانۍ استازي هم د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه د غونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه. هغه وويل، ملي پوليسو په تيره يوه اوونۍ کي د تره سره کړو عملیاتو پر مهال څلور تنه وسلوال مخالفين وژلي او دوه تنه نور يې زخميان کړی دي.

د امنیه قوماندانۍ استازي همدراز وويل چي د تر سره کړو عملیاتو پر مهال ۹۸ حلقې بيلابيل ماینونه، درې پارسله خشته باروت، ۲۲ فیره د هاوان مرمۍ او ۲۰ کیلو ګرامه کيمياوي مواد د پوليسو لاسته ورغلي دي.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅي او قربانۍ وستایلې او زياته يې کړه چي افغان ځواکونو تل د سر په بیه د خپل هيواد او خلګو څخه ساتنه او دفاع کړې ده.

کندهار والي همدارنګه په خپلو خبرو کي د امنیتي ځواکونو تر منځ همږغۍ هم وستایل. هغه وویل، د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ ښ همږغي د دې لامل سوې چي وسلوال مخالفين د ماتي سره مخ کړي.

باید وويل سي چي د امنیتي مجلس په غونډه کي پر يو شمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو هم خبري وسوې.

راپور: سيدستار مهتابي 

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...