دکندهار ولسونه وايي پوليس توانېدلي، چي قانون تطبيق کړي او دجرمونو مخنيوی وکړي

د سې شنبې په ورځ داتمي ناحيې اوسېدونکو دولايتي شورا په منځګړيتوب جوړه سوې غونډه کي وويل پوليس توانېدلي ،چي دولس زړونه په لاس راوړي، په ښه توګه قانون تطبيق کړي او دجرمونو مخنيوی وکړي. په ياده جوړه سوې غونډه کي داتمي ناحيې اوسېدونکو دخپلو امنيتي ځواکونو څخه دملاتړ ترڅنګ يوشمېر ستونزي هم بيان کړې او دولايتي ادارې څخه يې دحل غوښتنه وکړه.

aa

دولايتي شوراغړي عطاالله عطا، چي دناحيو داوسېدونکو سره دليدنو لړۍ پيل کړې داځلي يې داتمي ناحيې داوسېدونکوسره په يوه غونډه کي دهغوئ ستونزي په مخامخ ډول واورېدلې.

په غونډه کي ځايي اوسېدونکو دامنيتي ځواکونو څخه درضايت او خوښۍ ترڅنګ دهغوئ ملاتړ اعلان کړ او پوليس يې دقانون په تطبيق او د جرايمو په مخنيوي کي مسلکي ياد کړه. هغوی دغه راز دخپلي سيمي اړوندي يوشمېرستونزي هم بيان کړې.

دښاروالۍ لخوا يادي ناحيې ته کمه توجه، د سړکونو او چريو خرابوالی،کم روغتيايي او ښوونيزمزکرونه يې دخپلو اساسي ستونزو په توګه يادي کړې او دولايتي ادارې څخه يې دحل غوښتنه وکړه .

په دغه غونډه کي، چي داتمي حوزې امرلومړي څارن عبدالمناف ترابي هم برخه اخيستې وه وويل په سيمه کي يې دولسي مشرانو سره وخت پروخت مشورې کړي او دهغوئ دنظريواو مشورو پراساس يې امنيت تامين کړی دی.

aaa

ښاغلي ترابي وويل که چيري ولسونه په هرځای کي دامنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي اوسالمي مشورې ورکړي موجوده ناامني به له منځه ولاړه سي.

په غونډه کي دولايتي شورا غړي عطاالله عطاوويل د دې ډول غونډو دجوړېدو څخه يې هدف دولس دستونزو په ګوته کول او حل ورته پيداکول دي.

ښاغلي عطا ديادي ناحيې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ ،چي راټولي کړي ستونزي به يوپه يو داړوند مسؤلي سره شريکي کړي او دحل په موخه به يې په دوامداره توګه تعقيب کړي.

aaaa

پاته دي نه وي ،چي دغونډي په وروستيوکي دولايتي شورا غړي عطاالله عطا داتمي حوزې امر او مرستيال اودپوليسو يوشمېرو نورمنسوبينوته د ولس لخوا داعزاز بګړۍ ورپرسرسوې او په راتلونکي کي ورته دبرياليتوب هيله وسوه.

راپور: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...