دکندهار مرستيال والي وايي، ولايتي اداره په ټولو ولسواليو کي د کوکنارو کښتونه له منځه وړي

دکندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب دغه څرګندوني د سه شنبې په ورځ په ولايت مقام کي د يوشمېر ولسواليو د ولسوالانو او د انکشافي شورا له رئيسانو او غړو سره د يوې غونډي پرمهال وکړې. په دغه غونډه کي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران هم حاضر وو او پرمهال يې د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کي د ولايتي ادارې هڅي او کوښښونه وستايل.

vv

د غونډي په پيل کي  مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، له نننۍ غونډي څخه يې موخه په ولسواليو کي د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو لپاره يو منظم پلان جوړول دي. ښاغلي منيب زياته کړه، چي د کوکنارو له منځه وړل دټولو ايماني او شرعي وجيبه ده، څو په راتلونکي کي د دغه ناروا کښت څخه خلګ ژغورل سوي او ځوانان ورڅخه په امان وي.

پرهمدې مهال د ولايت مقام سکتوري رئيس عبدالحکيم حکيمي وويل، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د يوه خبر له مخي په کندهار کي د کوکنارو په محوه کي د ولايتي ادارې هڅي ستايل سوي دي. د ده په خبره، د دغه خبر له مخي نننی کال به هم د وزارت له لوري د ورکړل سوي هدف له مخي په ټولو ولسواليو کي د کوکنارو کښتونه له منځه وړي او پرځای به يې خلګ حلال او روا کښت ته را وبولي.

غونډي ته د وينا پرمهال د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران د تر هر څه مخکي د کوکنارو په لمنځه وړلو کي د ولايتي ادارې او ولسوالانو له مرستي مننه وکړه. د ده په خبره، د کوکنارو د کښتونو د لمنځه وړلو لپاره يې مخکي له مخکي وزارت ته خبر ورکړی، چي بايد امکانات ورته برابر او بودجه ورکړي.

دغه راز په غونډه کي د يوشمېر ولسواليو ولسوالانو هم خبري وکړې او پرمهال يې په خپلو ولسواليو کي د کوکنارو د کښت اړولو په موخه مرستيال والي ته معلومات وړاندي کړه. دوی وويل، هر کال يې په خپلو ولسواليو کي د ولايتي ادارې د هدايت سره سم د کوکنارو کښتونه اړولي او پر ځای يې خلګو ته د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لاري د حلال کښت يادونه کړې.

ولسوالانو ډاډ څرګند کړ، چي بيا به هم د ولايتي ادارې د امر سره سم په خپلو ولسواليو کي د دغه ناروا او رنګ بدي کښت مخه نيسي او ټول هغه کښتونه به اړوي، چي کوکنار پکښي کرل سوي وي. په دغه غونډه کي د ولسواليو ولسوالانو د کوکنارو د کښت اړولو لپاره د امکانو او لګښتونو يادونه هم وکړه، چي بايد د اړوند وزارت له لوري ورته برابر سي.

راپور: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

د افغان صداقت ساختماني شرکت نيول سوي کسان خوشي سول

د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو تر منځ د سړک د جوړولو د ساختماني شرکت ...