دامنيتي ارګانونو ترمنځ ښه همږغي دښمن مات کړی

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په امنيه قومندانۍ کي دملي پوليسو سره ليدنه کي له هغوي وغوښتل ترڅو لاهم خپلو دندو ته پاملرنه ډېره او دخلګو زړونه خپل کړي.

ليدنه کي امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق هم له خپله اړخه دځينو ستونزو يادونه وکړل چي ولايتي اداره يې بايد دمرکزي ادارې سره مطرح او حل کړي.

د کندهار ولایتي ادارې د امنيت د ښه ټينګښت او د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه په ښار او ولسواليو کي پوليسو ته امکانات او تجهيزات ډېروي.

دا څرګندوني کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په امنيه قوماندانۍ کي د ښار او ولسواليو د امنیتي مسؤلينو سره پر داسي مهال وکړې، چي کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم حاضر وو.

2

ليدنه کي لومړی دامنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي خبري وکړې او دامنيت په برخه کي يي دخپلو تشکيلاتو، امکاناتو، لاسته راړونو او ستونزو په اړه بشپړ راپور وړاندي کړ.

هغه وويل چي اوس کندهار کي دوسله والو مخالفينو ټولۍ له منځه تللي او ټولي سيمي دملي پوليسو په لاس کي دي خو په سرحدي ولسواليو کي دتوپچي او دزخميانو دانتقال په برخه کي دامکاناتو نشتوالي د تجهيزاتو کمبود او دتشکيل کمښت هغه ستونزي دي چي ولايتي اداره يې بايد دمرکزي ادارې په همکارۍ حل کړي.

ليدنه کي امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق هم خبري وکړې او دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا څخه يي مننه وکړل چي دپوليسو دحالت څخه ځان خبروي او ستونزي يې اوري هغه وويل چي دملي پوليسو په ميړانه او سرښندنه دکندهار امنيت تامين سوی او دولس په همکاري پوليس لاهم پرمختګ کوي.

4

امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق وويل چي کندهار کي دداعش او القاعده په نوم وسلوال نسته او يوازي دطالب په نوم وسله وال مخالفين او پنجابيان فعاليت کوي چي دوی هم کمزوري سوي او دجګړي توان نه لري.

دغه راز کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا هم خپلو خبرو کي دملي پوليسو قرباني وستايلې او اوسنی امنيت يي دهغوي دزحمتونو او سرښندونو پايله وبلل.

ښاغلي ويسا ملي پوليسو ته هدايت وکړ ترڅو ددښمن دشمو فعاليتونو او تبلغاتو په وړاندي حساس واوسيږي خپله دنده په شجاعت او زغم سره تر سره کړي.

3

هغه وويل ټولي هغه ستونزي چي ملي پوليس ور سره مخ دي ولايتي اداره يي دمرکزي ادارې سره په همکارۍ دحل ژمنه کوي خو هڅه به مو داوي چي دامنيتي ارګانونو ترمنځ همږغي لاهم پياوړې او دښمن ته تلپاته ماته ورکړو.

ديادوني وړ ده چي دغه ليدنه کي دټولو امنيتي حوزو امرينو او قومندانانو هم کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا ته ډاډ ور کړ چي خپله دنده به په صداقت سره ترسره او دخلګو په مرسته به دهر  دښمن مخه ونيسي.

خبریال: نثار احمد احمدي

1

333 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

648A4299-C88B-42DE-BE19-43A86BC17AD2_w650_r1_s

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل سو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغانستان – قزاقستان تر منځ د هوايي ...