افغانستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کي زمبابوې ته ماته ورکړه

AFG-ZIM

د دوو شل اوريزه لوبو څخه يې لومړۍ لوبه تېره شپه وسوه، چي په ټاکل سوو ۲۰ اورونو کي زمبابوې افغانستان ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه او افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۶ اورونو کي پوره کړ.

په افغان توپ اچوونکو کي راشد خان درې، شرف الدین اشرف دوه، افتاب علم، ګلبدین نایب او محمد نبي یو-یو لوبغاړی وسوځول.

محمد شهزاد له یو کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل لوبه وکړه، هغه په ۲۰ رنزونو وسوځېد، خو محمد نبي ۴۰ منډي وکړې، ترپایه ودرېد او د افغانستان بری یې یقیني کړ.

په نورو افغان منډه جوړوونکو کي کریم صادق پنځه منډي، کپټان اصغر ستانکزي ۱۱، شرف الدین ۱۸ او شفیق الله شفق ۱۴ منډي وکړې او نجیب ځدراڼ پر صفر وسوځېده.

د لوبي غوره لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل سو. دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰ اورونو د دوو سیالیو لومړنۍ لوبه وه او دوهمه لوبه به نن شپه ترسره سي.

د ۲۰ اورونو په سیالیو وروسته د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو لوبو پنځه سیالۍ پيلیږي چي لومړنۍ یې د همدغه میاشتي پر نهمه نیټه ده.

774 ټول کتل سوی شمېر 4 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...