افغانستان دکريکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ په بري پیل کړه

4AD2D247-0805-46F6-B503-293E3E386B4E_w1023_r1_s

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د زمبابوې لوبډلي ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کي ماته ورکړله او پدې سره یې د پنځو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو لړۍ په بري پیل کړه.

لوبه د افغانستان په کوربه توب د عربي متحده اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کي وه. دغه لوبه کي افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته د زمبابوې لوبډلي ته د ۳۳۴ منډو هدف ورکړ چي زمبابوې ونسو کړای پوره یې کړي.

د زمبابوې ټوله لوبډله د لوبي په پنځه دیرشم اور کي د ۱۷۹ منډو کولو څخه وروسته وسوځیدله او افغانستان دا لوبه د ۱۵۴ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخه کي تر ټولو زیاتي مڼدي رحمت شاه زرمتي وکړلې. هغه ۱۱۴ منډي وکړلې او د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.

نجیب الله ځدران په دغه لوبه کي ۸۱ او احسان الله جنت ۵۴ منډي وکړلې. د توپ اچوني په برخه کي بیا راشد خان څلور او مجیب ځدران د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د دې لوبي څخه وړاندي د زمبابوې څخه د شلو اورونو د لوبو لړۍ هم ګټلې وه. د افغانستان او زمبابوې د لوبډلو تر منځ د روانو سیالیو دوهمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ (فبروري ۱۱مه) په همدې لوبغالي کي کیږي.

152 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...