کندهار ولایت مقام د شهید عبدالعلي شمسي د شهادت د لومړي تلین په یاد غونډه جوړه کړه

د شنبې په ورځ کندهار ولایت مقام د شهید عبدالعلي شمسي، شهید هاشم خان کرزي، شهید یما قریشي او شهید شاه احمد سعید د شهادت د لومړي تلين په یاده غونډه جوړه کړه.

په غونډه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، مرستيال والي عبدالحنان منيب، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

26805239_1629999070398810_1983613301423818923_n

په غونډه کي لومړی د شهیدانو د روح د خوښۍ په موخه د قرآن عظیم الشان ختمونه او دعا ګاني وسوې . وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا غونډي ته وينا وکړه. ښاغلي ويسا د تېر کال برید چي د ولایت مقام په حرم سرای کي تر سره سو، په کلکو ټکو وغانده او دغه کړنه يې د تروریستانو او د اسلام او انسانیت د دښمنانو کار وباله.

کندهار والي شهيد عبدالعلي شمسي، شهيد هاشم کرزی، شهید یما قریشی او شهید شاه احمد سعید د هيواد ريښتني بچیان وبلل او وې ويل چي تشه به يې تر ډېره ډګه نسي.

هغه د عربي متحده اماراتو د شهیدانو سوو ډيپلوماټانو یادونه هم وکړه او د خداي ج له دربار څخه يې ټولو شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه وکړه.

ښاغلي ويسا همداراز وويل چي افغانان به هیڅکله د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کي د هغوی مرستي او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي هیري نه کړي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د دغه ډول تروریستي پيښو د مخنيوي او د تروریزم د له منځه وړلو لپاره پر ملي يووالي ټينګار وکړ او له خلګو يې وغوښتل چي د افغان ملي، امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.

26730770_1629998507065533_3395841031737201781_n
په غونډه کي د مشرانو جرګې د راغلي دولس کسيزه پلاوي مشر عبدالطیف نهضت يار وايي استخباراتي کړئ نه غواړي په افغانستان په ځانګړي ډول په کندهار کي امنيت او سوله راسي، نو ځکه ملي او قومي مشران په شهادت رسوي او د بيارغوني او پرمختيايي کارونو مخنيوی کوي.

26220192_1629998993732151_6385151097756177388_n

د غونډي پر مهال د ولايتي شورا غړي نعمت الله وفا او د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فضل باري بريالي هم د شهید عبدالعلي شمسي او نورو ټولو شهیدانو پر ژوند خبري وکړې او د هغوی شهادت يې نه جبرانېدونکې ضایعه وبلل.

f

باید وويل سي چي پوره يو کال وړاندي د هيواد قسم خوړلو دښمنانو د پردیو په اشاره د کندهار ولایت مقام په حرم سراي کي خونړی بريد وکړ.
په دغه برید کي د ولایت مقام مخکنی مرستيال شهید عبدالعلي شمسي په ګډون دولس تنه شهیدان سول چي شپږ تنه يې د عربي متحده اماراتو ډپلوماټان وه.

راپور: عبدالقيوم شکوري

390 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...