کندهار: ولايتي شورا وايي د دولسم ټولګۍ فارغينو ته دي پر وخت شهادت نامې ورکړل سي

ولايتي شورا ديک شنبې ورځي په اوونيزه غونډه کي د دولسم ټولګۍ دفارغينو پرهغه شکايت بحث وکړ، چي شهادت نامې يې په مرکز کي ځنډيږي او ولايتي مسؤلين يې په راوړلو کي بېغوري کوي.
a

دولايتي شورا ديک شنبې ورځي غونډه، چي د رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي دشورا نورو غړو هم برخه اخيستې وه.

په غونډه کي د دولسم ټولګۍ دفارغينو پر هغه شکايت بحث وسو، چي په تيرو تعليمي کلونو کي فارغ سوي، خو شهادت نامې يې تر اوسه نه دي ترلاسه کړي. دغه فارغينو وويل شهادت نامې يې په مرکز کابل کي دولايتي مسؤلينو دبېغورۍ له امله ځنډېدلي دي.

دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايي ياده موضوع به دپوهني رياست دمسؤلينوسره شريکه کړي او هغوئ به مجبوره کړي، چي په دې برخه کي جدي کار وکړي.

aa

دولايتي شوراپه غونډه کي دبای پاس سړک پر پراخوالي او پاته کار هم بحث وسو. دولايتي شورا رئيس وايي په ياده سيمه کي څوکورنۍ د دې سړک دپراخوالي خنډ دي؛ خوکه چيري کندهارښاروالي هغوی ته استملاک ورکړي يادي کورنۍ اماده دي، چي خپل ملکيت کندهار ښاروالۍ ته وسپاري.

غونډي ته د روزګان په زيات شمېر بېځايه سوي کسان هم عارض سوي وه او خپلي يوشمېر ستونزي يې دولايتي شورا سره شريکي کړې. پاته دي نه وي،چي دولايتي شورا په اکثريت غوښتنه دشورا هغه غړي هم منفق اعلان سوه ،چي دتيروڅومياشتو راهيسي ولايتي شورا ته نه دي حاضر سوي.

راپور: ولي محمد انوري

1421 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...