کندهار والي د شاوليکوټ ولسوالۍ د خلکو څخه د پوليو په وړاندي د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د شنبې په ورځ د پوليو په وړاندي د مبارزي په موخه د شاوليکوټ ولسوالۍ د قومي مشرانو، عامي روغتيا رياست او همکارو موسساتو د مسؤلينو سره غونډه وکړه او پر مهال يې د ټولو مسؤلينو څخه وغوښتل، تر څو د پوليو د لمنځه وړلو لپاره تر بل هر وخت جدي هڅي وکړي.

26731360_1630127287052655_8959406541210438443_n

په دې وروستيو کي د نړۍ په کچه د پوليو شپږ تازه پيښي د کندهار ښار او په شاوليکوټ ولسوالي کي را څرګندي سوي، چي جمهور رئيس محمد اشرف غني يې ولايتي ادارې ته د قابو کولو لارښونه کړې.

د شنبي په ورځ کندهار والي تورنجرال زلمي ويسا دعامي روغتيا رياست، د پوليو په مخنيوي کي د همکارو موسساتو مسؤلينو او د شاوليکوټ ولسوالي د قومي مشرانو سره ګډه غونډه رابللي وه، تر څو په ياده ولسوالي کي د پوليو دله منځه وړلو لپاره تر بل هر وخت جدي هڅي پيل کړي.

په غونډه کي د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، په شاوليکوټ ولسوالۍ کي يې ۶۳۲ تنه د واکسين کارکوونکي کار کوي او د خارجي موسساتو سره په کډه همکاري هڅه کوي په ياده ولسوالۍ کي د پوره امکاناتو څخه په استفاده د پوليو وايرس مخه ونيسي.

په غونډه کي د (ډبليو ، ايچ ، او) استازي ډاکټر قيصر د پوليو په مخنيوي کي د هيواد د جمهور رئيس او ولايتي ادارې د مسؤلينو وروستۍ جدي هلي ځلي وستايلې او په دې برخه کي يې د ولایتي ادارې د همکارۍ غوښتنه  کول.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا پخپلو خبرو کي وويل، چي په کندهار کي د پوليو د لمنځه وړلو لپاره تر بل هر وخت جدي هڅي کوي او په دې برخه کي يې د شاوليکوټ ولسوالۍ د خلکو څخه د پوليو وايرس د مخنیوي په برخه کي د همکارۍ غوښتنه وکړل.

26730950_1630127037052680_7233434424339576703_n

دا پداسي حال کی ده، چي د عامي روغتيا رياست مسؤلين خبر ورکوي، چي په روانه اوونۍ کي به د پوليو زرقي يا د ستني واکسين هم د ښار په لويه وياله کي پيل کړي، چي پر مهال به يې د ۱۸۲ ټيمونو په مرسته په لويه وياله کي پوليو د خطر سره مخ سيمي په نښه او ماشومان به يې واکسين کړي.

راپور: احمد بهير احمدي

229 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...