کندهار والي تر پنځو کالو کم عمره کوچنيانو ته د واکسين پر ښه تطبيق ټينګار وکړ

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي تورن جنرال زلمی ويسا د شاوليکوټ ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې د دغه ولسوالۍ د خلګو ترڅنګ د ميانشين او نېش ولسوالۍ له قومي مشرانو سره دغه څرګندوني وکړې. ښاغلي ويسا دغه راز د روغتيا ترڅنګ د ولسونو پر يووالي او اتحاد هم ټينګار وکړ او له ټولو ولسونو يې وغوښته، چي د خپل حکومت ملاتړ لا هم پياوړی کړي.

vvvv

په دغه کاري سفر کي له کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال، د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او ګڼ نور دولتي چارواکو ملتيا کول.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا خلګو ته د خپلو خبرو پر مهال وويل چي پوليو يوه وژونکې ناروغي ده او ولایتي اداره يې په ټول توان د لمنځه وړلو هڅه کوي. ښاغلي ويسا همداراز له خلګو هم وغوښتل چي خپل ټول تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان د پوليو په وړاندي واکسين کړي.

کندهار والي پر ديني عالمانو او قومي مشرانو هم ږغ وکړ چي د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق کي د واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، ترڅو په ټول کندهار کي يو کوچنی هم د واکسین د کمپاين څخه پاته نسي.

v

د غونډي پرمهال د شاوليکوټ، نېش او ميانشين ولسواليو قومي مشرانو د بزګرانو لپاره دکانالونو جوړولو، د محصولاتو لپاره يې بازار موندني، پوهني، روغتيا يې خدماتو او د پاکو اوبو د کمښت په اړه له کندهار والي سره ستونزي شريکي کړې.

دغه کسانو وويل، چي تل يې د خپل حکومت ملاتړ کړی او لا به هم هڅه وکړي، چي دغه ملاتړ پياوړی او په سيمه کي له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري زياته کړي.

vv

پرهمدې مهال د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وويل، په دغه ولسواليو کي تر دې مهاله د مرسته کوونکو مؤسسو تر سوي کارونه غيري اساسي دي او بايد بنسټيزي پروژې عملي سي.

ښاغلي خاکرېزوال په شاوليکوټ ولسوالۍ کي د نورو پرمختيايي پروژو د تطبيق ترڅنګ په دغه ولسوالي کي د بزګرانو لپاره د اوبو د بندونو پر جوړېدو هم ټينګار وکړ.

vvv

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د خپلو خبرو پرمهال د ټولو خلګو غوښتني پرخپل ځای وبللې او زياته يې کړه، چي ولايتي اداره په ټولو ولسواليو کي د امکاناتو په نتيجه کي پرمختيايي کارونه تر سره کوي.

کندهار والي دغه راز د ولسونو پر يوالي او اتحاد هم ټينګار وکړ او له ټولو ولسونو يې وغوښته، چي د خپل حکومت او ولايتي ادارې ملاتړ لا هم پياوړی کړي.

هېره دي نه وي، چي له کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره په دغه سفر کي سکتوري رئيسانو هم د دغه ولسواليو خلګو ته د خپلو ترسره کړو، روانو او راتلونکو پلانونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړه.

راپور: سيدستار مهتابي

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...