ډګروال ارمانډوفېتر: د بلک هاک الوتکو په مرسته به په هيواد کي دښمن سخت وځپل سي

دا څرګندوني د هيواد د هوايي لېوا عمومي قومندان تورن جنرال محمد شعيب پيلوټ د بلک هاک الوتکو د پيلوټانو په فراغت غونډه کي وکړې.

په دغه غونډه کي د هيواد د هوايي لېوا د عمومي قومندان ترڅنګ، د ناټو ځواکونو د ۷۳۸ مشورتي ګروپ قومندان ډګروال ارمانډوفېتر، د کندهار د هوايي لېوا مرستيال ډګروال محمد اسرايل وردګ، د کابل د هوايي لېوا قومندان بريد جنرال حميد رحيمي د کورنيو او بهرنيو ځواکونو ګڼو نورو کسانو برخه اخيستې وه.

ff

د يکشنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کي د بلک هاک الوتکو لپاره دوهمه دوره ۶ تنه پيلوټان د بهرنيو استادانو له لوري تر مسلکي زده کړو وروسته فارغه سول.

په دغه فراغت غونډه کي د ناټو ځواکونو د ۷۳۸ مشورتي ګروپ قومندان ډګروال ارمانډوفېتر وويل، نن غټه او د خوشحالۍ څخه ډکه ورځ ده، چي د نوو بلک هاک الوتکو لپاره ځوانان په مسلکي زده کړو سمبال فارغ کېږي.

فېتر زياته کړه، د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو نوې ستراتيژي ورځ په ورځ په دغه هيواد کي د عملي کېدو په حال کي ده، نو ځکه وسلوال مخالفين به د سولي مېز ته راځي او يا به له منځه ځي.

fff

همداراز د هيواد د هوايي لېوا عمومي قومندان تورن جنرال محمد شعيب پيلوټ وايي، د ښمن د هوايي ځواک په مرسته دامهال د هيواد په هر کونج کي د پلټني په حال کي دئ او له منځه وړل کېږي.

د ده په خبره، د هيواد دفاعي ځواکونه دا مهال مجهزي الوتکي لري او ترڅنګ يې ځوانان په دغه برخه کي د ناټو په مرسته په مسلکي ډول روزل کېږي، څو د جګړې پرمهال له مځکنيو ځواکونو سره مرسته وکړي.

ffff

د کندهار د هوايي لېوا مرستيال ډګروال محمد اسرايل وردګ له کورنيو او بهرنيو همکارانو څخه مننه وکړه، چي ځوانان د پيلوټۍ په برخه کي روزي او د دښمن په وړاندي يې د هوايي عملياتو لپاره اماده کوي.

نوموړي له ټولو پيلوټانو څخه غوښتنه وکړه، چي د هوايي ځواک ساتنه دي وکړي، او پروخت دي پر خپل ځای د دښمن په وړاندي په مسلکي ډول و کاروي.

fffff

د فارغ پيلوټانو له جملې تورن محمد سليم وويل، د خوښۍ ځای دئ، چي د خپل هيواد د دفاع او ساتني په موخه د هوايي ځواک لپاره په مسلکي ډول روزل سوي دي. ده ژمنه وکړه، چي شپه او ورځ به د هيواد د دښمن په وړاندي د هوايي لاري جنګېږي او خلګو ته به د ارام ژوندانه زمينه برابره وي.

ffffff

بايد وويل سي، چي د غونډي په پای کي فارغ پيلوټانو ته فراغت پاڼي او ځينو بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته د هيواد د هوايي لېوا د عمومي قومنداني لخوا ستاينليکونه هم ورکول سوه.

راپور: روزالدين ايازي

2966 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...