ځانوژنه او سوزونه/ ليکوال: ځواک

الله پاک په سورة المائدة، ۳۲ ایة کي داسي فرمایلي دي:

مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا.

ژباړه: (چاچي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمكه كښې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه داسي وګڼه لكه چې هغه، ټول انسانان ووژل او چاچې څوك له مرګه وژغوره داسي وګڼه لكه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وباښه)

همدا شان سوزونه او د سوزولو کار یوازي له الله جل جلاله سره ښایي یعنی بشر ته الله جل جلاله د سوزني حق نه دی ورکړی چې حتی یوې حشرې ته هم اور ورته کړې او یا یې وسوځوې، مطلب دا چې دوزخ کي غورځول او سوځول په الله جل جلاله پوري اړه لري او بس.

خو په کابل کي په وروستي خونړي برید کې د تائید سوو خبرونو پر اساس تر سلو ډېرو نارينه وو، ښځینه او ماشومانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ (ووژل سول او وسوه ځېدل) او همدا شان تر ۲۳۰ زیات ټپیان سول، دې ته ورته د تېرې اونۍ په شپه پر کاتننېتل هوټل برید هم ګڼ شمېر مرګ ژوبله لرله او په جلال آباد کي د ماشومانو پر مرستندويه دفتر برید کي هم وینې توی سوې او دې ته ورته په بلخ کې او د هېواد په نورو سیمو کي هره ورځ وینې بهېږي؛ نو آیا دا کړني له یاد آیت شریف سره په ټکر کې نه دي؟ یا په بله اصطلاح په وروستي برید کې دکاندار یا هټۍ وال، هوټلي یا په هوټلو کي چې کومو مسافرینو ډوډۍ خوړه او یا لارویان چې په دې برید کي یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ یا هم ټپیان سول، میندې بوري او وراري سوې، بې وروڼو سوې یا هم ورورڼه بې خویندو سول؛ نو آیا د دې خونړیو برید کوونکو د قران العظیم الشان خلاف عمل نه دی تر سره کړی آیا دوی د امبولانس له موټر څخه په ګټې اخیستنې سره دوکه یا فریب نه دی کړی آیا فریب کوونکی او دوکه کوونکی د اسلام خلاف عمل نه دی، د فرهنګ خلاف نه دی او د شیطان په قطار کې نه شمېرل کېږي!

بله خبره دا چي ایا دوی به د حشر په ورځ د دې تېروتنو ځوابونکي نه وي؟ نه هرومرو به وپوښتل سي چې ولي مو له دې ښکاره قراني دلیله سرغړونه کړې ده او ولې مو دا بې ګناه انسان ووژل او یا مو ولي د دې یادو کسانو وینې وبهولې؟ یعنی له شک پرته له دوی به پوښتنه کېږي او د حشر په ورځ به د دې بې ګناه انسان لاس او د دې بریدګرو ګریوان شاهدان و اوسو.

په دې هېواد کې اکثراً د خلکو له بۍ خبرۍ ګټه اخیستل کېږي اوس هم داسې کسان سته چي ځان نه پېژني معنی دا چې الله جل جلاله نه پېژني ځکه اول ځان پېژندل کېږي بیا الله جل جلاله؛ نو که داسي کسان ځان وپېژني بیا الله جل جلاله پېژني، خپل مور او پلار پېژني خپل هېواد پېژني چې هېواد یعني مور له هېواد سره مینه له مور سره مینه او نور.

نو تر دې وروسته په داسي کسانو کې د هېواد پالنې روحیه غښتلې کېږي، کله چې د هېواد پالنې روحیه غښتلې سي؛ نو بیا لکه د پاکستان علما یو ځل له دولسو سوو زیات علما راټولېږي او د خپل هېواد په وړاندي ځانوژنه حرامه بولي او د داسې یوه هېواد له حکومت سره جګړه ناروا او جګړه کوونکي یاغیان یا باغیان بولي چې هلته هر څه ستري ګناوي په ښکاره او په ډاګه تر سره کېږي لکه په سینما کي د بربنډو فلمونو خپرول، رسمي مردګاو خانې یا د فحاشۍ مراکز، د جومات په څنګ کي رقاص خانې یا ګډا ځایونه د عیسیویانو کلیساوي او داسې نور؛ خو دا هر څه په دې مسلمان ملک کې یعنی افغانستان کې نسته؛ په دې هېواد کي له ۹۹ سلنې زیات خلک مسلمان دي نو بیا ولې په دې ملک کې هره ورځ وینې وبهېږي؛ دا ځکه چې د دا دوو اصلونو کمی دی یو پوهه او بل د هېواد پالنې ځای جېب پالني یا ځان پالنې نیولی دی.

په یادو خونړیو بریدونو کې د انساني تلفاتو تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي چې جبیره کول یې ستونزمن کار دی، خو راځئ تر ټولو لومړی اسلامي او بیا ملي ارزښتونو ته درناوی وکړو او د دې ارزښتونو ساتنه او پالنه خپله وجیبه او دنده وګنو.

زما په خیال افغانانو ته ملي ارزښتونه تر ټولو لومړی اسلامي ارزښتونه دي او په دویم قدم کې د خپل کور یا خصوصي حریم دي چې دې حریم ته څوک په سپکه سترګه وګوري یا دې حریم ته له اجازې پرته ننوزي نو له جدي غبرګون سره مخامخ کېږي او درېیم هېوادني حدود یا له نورو هېوادونو سره سرحدي سیمې دي چې دا هم دوی ته د سرو کرښو حیثیت لري او په دې کرښي تیري دوی ته د زغملو وړ نه دی خو د دې ساتنه په خوشې خبرو نه کېږي، د دې ساتنه به د ملي امنیت په مرسته او د ملي پولیسو په همکارۍ ملي اردو کولای سي او بس چې دا هم په اصل کې له ملي ارزښتونو څخه شمېرلای سو، بل دا چې زه خو فکر کوم؛ چې د نن ملي اردو د سبا یا د بل واکمن یا ولسمشر یا بل مشر چې تاسو ورته هر څه نوم غوره بولي اردو ده، د بل چا یا بل ملک؛ بلکې افغان اردو ده او د همدې ملک یعني د افغانستان د خاورې ساتنه به کوي مانا دا چې که دا ځواک له لاسه ورکړو بیا د دې ځواک روغول ډېر زور او لګښت غواړي او همدا شان د دې خاورې ساته د مور ساتنه ده د اردو دا شعار ما ته ډېر خوند راکوي چې وایي یا کفن یا وطن.

د یوه آرام او ودان افغانستان په هیله

x

دا هم وګورئ

ملګرو ملتونو دنوم ثبتوني په پروسه کي دکندهاري ولس بېساری ګډون وستايه

افغانستان کي د رڼوټاکنو په برخه کښي دملګرو ملتونو دسياسي نمايندګۍ خاص استازي کرنټ کيفن، ...