پوليسو ۴۵۰ ګرامه هيروين په کندهار هوايي ډګر کي نيولي

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندي د مبارزې مديريت مسؤلين وايي، د کندهار په هوايي ډکر کي يې د يوه کس سره نشه يي توکي هغه مهال نيولي، چي غوښتل يې هندوستان هيواد ته يې انتقال کړي.

ffد شنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کي پوليسو د عبيدالله په نوم د يوه کس سره ۴۵۰ ګرامه نشه يي توکي ونيول. د جنايي جرمنو په وړاندي د مبارزې مدير سمونوال حاجي ولي شاه اڅکزی وايي، نيول سوی کس د کندهار ښار د دوهمي ناحيې اوسېدونکی دئ او دغه نشه يي توکي يې هندوستان هيواد ته وړل. د ده په خبره، نيول سوي هيروين ۵۹ کپسوله کېږي او په نس کي يې انتقالول.

fد نشه يي توکو د انتقال په تور نيول سوی کس عبيدالله وايي، دغه کار يې د پيسو په بدل کي کړی او قاچاقبرو ورته زياتي پيسې ورکولې. دی زياتوي، چي نور ځوانان دي د پيسو په بدل کي نشه يي توکي نه انتقالوي او نه دي هم نور کسان په دغه ناوړه نشه اخته کوي.

د نشه يي توکو په وړاندي پلټني خورا زياتي سوي چارواکي وايي، د ټولو هغه کسانو مخه نيسي، چي په سيمه کي د نشه يي توکو کښت او کاروبار تر سره کوي.

راپور: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...