په کندهار کي زرګونو کسانو د باران غوښتني لپاره د استسقاء لمونځ ادا کړ

لمونځ، چي د امنيتي تدابيرو سره په لويي عيدګاه کي اداء سو، د کندهار ښار او ولسواليو څخه تر لس زره زيات کسان ورته راغلي وه. 

له لمانځه مخکي ديني عالمانو د باران لپاره د خداي ج دربار ته د دعا لاسونه لپه کړل او له مسلمانانو يې وغوښتل، چي په خپلو عملونو کي بدلون راولي.

26230356_911185589044738_3335894826604791816_n
ديني عالمانو د مسلمانانو پر يووالي ټينګار وکړ او په نړۍ کي يې د افغانانو په ځانګړي ډول د مسلمانانو بد حالت ته په اشارې وويل، چي د بې اتفاقي له لاسه د ټولي نړۍ مسلمانان له ستونزو سره مخ دي.

هغوي له ټولو افغانانو غوښتنه وکړل، چي د سولي د ټينګښت او د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کي هر شخص دي خپل اسلامي او ملي رسالت اداء کړي.د الله ج دربار ته د زاريو او دعاګانو وروسته رزګونو کسانو د استسقاء لمونځ اداء کړ.

خبري څانګه

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...