په کندهار کي دپوليو د مخنیوي په وړاندي شپږ ورځنی بېړنی کمپاين پيل سو

یاد کمپاين، چي دکندهار دلوی ويالې، نساجي فابريکې اومنزل باغ سيمو کي ترسره کيږي په ترڅ کښي به يې نهه نوي زره هغه کوچنيان، چي عمرونه يې ترپنځو کلووکم وي واکسين کړل سي.

دياد کمپاين دپيل پرمهال دعامي روغتيا سرپرست رئیس ډاکټرعبدالقيوم پخلا وويل دغه بيړنی کمپاين يې په دې موخه پيل کړی، تر څو دغه ګڼ ميشته سيمو کښي دپوليو دخطرناکه وايروس مخه ونيول سي.

دغه کمپاين ديکشنبې په ورځ دکندهار دعامي روغتيا د رئیس او يوشمير نورو روغتيا پالانو له لوري دلوی ويالې د ډاکټر شمس الحق کاکړ په کلنيک کي کوچنيانو ته د دو څاڅکو په ورکولو سره پيل کړ.

1

دعامي روغتيا رئیس ډاکټر عبدالقيوم پخلا درسنيو سره په خبرو کي وويل دغه بيړنی کمپاين يې دکندهار په هغه سيمو کي پيل کړ چي پکښي دګوزن دخطرناکه وايروس بيره موجوده وه.

دعامي روغتيا رئیس وويل دشپږو ورځو په جريان کي به ديادو سيمو نهه نوي زره کوچنيان واکسين کړل سي او همدارنګه ۹۳۰۰۰ کوچنيانو نو ته به پيچکاري ولګول سي ترڅو دپوليو په وړاندي وقايه سي.

ښاغلي پخلا وويل دعامي روغتيا رياست هڅه کوي چي د دوامداره کمپاينونو له امله هغه بد نوم چي دامهال دپوليو په برخه کي جنوب لويديځه حوزه لري دپوليو پيښي پکښي صفرکړي.

22

نوموړي په دې برخه کښي دولتي ادارو دمسؤلينو، ملاامامانو، دولسواليو دشوراګانو اوقومي مشرانو څخه د مرستي او همکاری غوښتنه وکړل.

بايد وويل سي دافغانستان په کچه دامهال ديارلس دپوليو مثبتي پيښي ثبت سوي چي نهه يې په جنوب لوېديځي حوزې اړوند شپږ په کندهار، دوې په هلمند او يوه په زابل ولايتونو کي وجودلري.

دروغتيا پالانو په اند که چيري کورنۍ دواکسين په تطبيق کي همکاري ونه کړي او خپل اولادونه بې واکسينه پريږدي جنوب لوېديځه حوزه به نوره هم دپوليو دپيښو څخه وکړيږي.

خبریال: سيدستارمهتابي

364 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...