په کندهار ولايت مقام کي هره يک شنبه کندهار والي د خلګو ستونزي اوري

د يک شنبې اوونيزه غونډه د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا په مشري جوړيږي، د ولايتي شورا غړي، د سکتوري ادارو رئيسان، مسئولين او ولسي وګړي ګډون پکښي کوي.

په غونډه کي ولسي وګړي د کندهار والي سره ستونزي په مخامخ ډول شريکوي، چي وروسته اړوند مسئولينو ته د حل پر لارو چارو سپارښتنه کيږي.

نننۍ غونډه د يوې مېرمني د ستونزو په شريکولو پيل سوې؛ يادي مېرمني يادونه وکړه، چي خوريې ئې له تېرو څلورو کلونو راهيسي بندي دئ، خو د خلاصيدو په اړه ئې هيڅ مالومات نسته.

26733405_1631073276958056_2060544919933631169_n

د يادي موضوع په اړه کندهار والي د مسئولينو څخه د وضاحت غوښتنه وکړه او هغوی ته ئې سپارښتنه وکړه، چي د ياد بندي په اړه دي بشپړ مالومات وړاندي سي.

په غونډه کي نوري ستونزي هم شريکي سوې، يوه کس يادونه وکړه، چي د ښاروالۍ مامورينو ئې د کور مخته پنجره جوړه کړې او د کور مخته عمومي لاره ئې بنده کړې ده، بل کس يادونه وکړه، چي غواړي نانوايي جوړه کړي، خو ښاروالي امر نه ورکوي.

د غونډي په جريان کي ولسي وګړو نوري ستونزي هم مطرح کړې؛ ځينو يادونه کول، چي د کورنۍ غړي ئې د نامعلوم دليل په خاطر بېول سوي او بنديان دي، يوه ناروغ بيا غوښتنه وکړه، چي په بهر کي دي د درملني لپاره زمينه ورته برابره سي.

26731174_1631073286958055_8612088910128243366_n

دا او ورته نوري ستونزي د کندهار والي او په غونډه کي د ناستو مسئولينو له لوري وارېدل سوې، چي د ټولو ستونزو د حل لپاره پر اصولي لارو چارو د حل لپاره خبري وسوې.

د يادولو ده، چي هره يک شنبه په ولايت مقام کي د کندهار والي په مشري غونډه جوړيږي، چي ولسي وګړي پکښي خپلي ستونزي په مخامخ ډول د کندهار والي سره شريکوي.

خبریال: ويس ارين

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...