په کندهارکي يوتن ملي سوداګر غواړي دهوايي ډګر لپاره40  عرادې ټکسي موټران فعاله کړي

26815298_1634844826580901_191224833226451877_n

دپنج شنبې په ورځ يوشمېرملي سوداګرو دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا سره په داسي حال کي وکتل ،چي مرستيال والي عبدالحنان منيب هم حاضر ؤ.

په دغه ليدنه کي دحاجي عتيق په نوم ملي سوداګر وويل غواړي مسافرينو ته داسانتياوو په موخه دکندهار نړيوال هوايي ډګر لپاره40  عرادې نوي ماډل ټکسي موټران فعاله کړي، ترڅومسافرينو ته لازمي اسانتياوي رامنځ ته سي. هغه په دې برخه کي دولايتي ادارې څخه دهمکارۍ غوښتنه وکړه .

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا دياد ملي سوداګر ددې نيک احساس ستاينه وکړه اوپه دې برخه کي يې دلازمي همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي ويسا وويل که چيري شتمن کسان دخپل احساس له مخي په بېلابيلو برخو کي ورته پانګوني وکړي نه يوازي، چي موجوده ستونزي به له منځه تللي وي ترڅنګ به مو زيات شمېر کسانو ته دکار زمينه برابره کړې وه .

خبري څانګه

2578 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

3

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي دنیمروز او هرات لویه لار د امن لپاره يي د امنیتي ځواکونو یوه قرارګا ځای پر ځای کړې

هغه وویل : په دې سیمه کي يي د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ...