په تيرو دوو کلونو کي د کندهار فوټبال د پرمختګ پر ځای پر شاه تګ کړی

په کندهار کي مخکښ فوټبالران وايي، د تيرو کلنو په پرتله دلته د فوټبال لوبي پر شاه تګ کړی، چي هغوی يې د ټورنمنټونو نه جوړول،د فوټبالرانو لپاره په مالي او نورو برخو کي د اسانتياوو نشتون، د لوبډلو مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات او د ملي پانګوالو د لوري نه همکاري په ګوته کوي.

په ورته وخت کي د کندهار فوټبال فدراسيون مسؤلين وايي، په راتلونکي کال کي د کندهار فوټبال د ستونزو څخه باسي او د مرکزي ادارې په مرسته به ورته اسانتياوي برابري کړي.

IMG_1424

د کندهار فوټبال، چي د مينوالو په وينا يي وضعيت يې تر بل هر وخت د انديښنې وړ دی او د بيرته قوي کولو په موخه يې بايد په وړاندي پرتې ستونزي د ولايتي ادارې، ملي پانګوالو او اړوند نهادونو په مرسته هواري سي.

په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ د ميوند اتلانو لوبډلي کفتان او د کندهار مشهورو فوټبالرانو فيض محمد فيض او مختار احمد روفي کندهار  راډيو تلويزيون ته وويل، د ټورنمنټونو نه جوړول، د فوټبالرانو لپاره په مالي او نورو برخو کي د اسانتياوو نشتون، د لوبډلو مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات، د ملي پانګوالو د لوري نه همکاري، د فوټبال لپاره د کافي ميدانونو نه موجوديت او د فوټبال په برخه کي کمزوری مديريت د فوټبال د پرمختګ په وړاندي اساسي ستونزي دي.

aa

ياد فوټبالران وايي، د لوبډل مشرانو تر منځ يې خپلمنځي اختلافات د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ حل کړي او د هغه په مرسته يې د ملي پانګوالو د راجلبولو هڅي شروع کړي. نوموړي په دې برخه کي د مرکزي او ولایتي ادارې د نورو لا ډېرو هڅو د کولو غوښتنه وکړل.

په ورته وخت کي د فوټبال فدراسيون رئيس حاجي نصيراحمد هم په فوټبال کي ستونزي مني خو ډاډ يې ورکړ، چي تر ډيره يې د ستونزو د حل هڅه کړې او ډاډ يې څرګند کړ، چي ډير ژر به احمدشاهي لوبغالي مصنوعي چمن کړي، ترڅو  په مرسته  يې ټول کال د ټورنمټونو جوړيدلو ته لاره هواره سي.

aaa

دا پداسي حال کي ده، چي د چهار شنبې په ورځ د فوټبال فدراسيون مرکزي دفتر څخه د فوټبال ټرینرانو يوه ډله کندهار ته په همدې موخه راغلي وه، تر څو د کندهار فوټبالرانو ته د لوبو کولو د طرحو، د کلوبو د جواز اخيستلو او نورو برخو کي دوې ورځنۍ زده کړي ورکړي.

راپور: احمد بهير احمدي

x

دا هم وګورئ

د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي ...