پرملکي وګړو برید ستر جنایت دی

ليکنه: عبدالله وحدک

دهېواد سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولس دغم پرټغر کښینول او د هېواد دښمنانو لخوا د شومو موخو ښكار وګرځيدل او خوار كورګۍ يې په وينو ور ولړل سو.

داسلام او وطن دښمنانو په تېره اونۍ کي دهېواد په ګوټ ګوټ کي زموږ په سلګونه بیګناه افغانان په وینو کي ولمبول، لومړی په کابل،  جلال اباد، کندهار،  هلمند او ورسته بیا دکابل په صدارت  څلور لاري کي يې ځانمرګي بریدونه وکړه، چي له امله یې زموږ  زیات شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان سول، په شهیدانو کي، چي اکثره يې ښځې، کوچنیان او دسیمې عادي دوکاداران دي شامل دي.

27544978_751437645056851_5764305190680632605_n

ددوی ګناه یوازي داوه، چي خپلو بچیانو ته یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیداکړي، چي د دښمنان لخوا د شومو موخو ښكار وګرځيدل. دوی یوځل بیا خپل  اسلام دوښمنه څېره نړیوالو ته وښول، دښمنانو داسي جنایت وکړ، چي حتي په تاریخ کي يې بیلګي ډېري لږ لیدل سوي، تر ټولو لا بده دا چي دښمن خپل یا د عمل ته دجهاد نوم ورکوي، ایا دبیګناه انسانانو وژل جهاد دئ ؟

دوی دې عمل ته هم د جهاد نوم وركوي او سبا د خداي ج  له دربار نه د خداي دمخلوق د وژني په بدل کي جنت غواړي، هیڅکله نه، ځکه ديوه مومن مسلمان وژل څومره ستره ګناه ده او خداي پاک ج په خپل کلام قران کریم کي وايي، چي دیوه انسان وژل دټول بشریت دوژلو په معنا ده او دیوه انسان ژغورل دټولو انسانانو دژغورلو سره برابره ده، نو دامعلومه خبره ده چي ترهګر او دغه ورانكاري ډلي چي دخلګو په ګڼه ګوڼه كي چاودني او بریدونه كوي نه يوازي داسلام دښمنان دي  بلكي دوی دانسانيت او ټول بشريت دښمنان دي، دداسي غير اسلامي او غير انساني اعمالو مرتكبين به هيڅكله هم خداي ج ونه بخښي او ددوی ځاي به دايمي دوږخ وي .

ددې سره سره چي اسلام په ډيره څرګنده دځان وژني څخه ممانعت كړی خوبيا هم طالبان او ترهګر د دغه ناروا عمل په واسطه زموږ بيګناه انسانان وژني او هيواد  مو  ورانوي داځكه چي دوی په هيڅ صورت دچا دوژولو او له منځه وړولو پروا نلري، داچي ترهګر دمخامخ جګړې توان نلري نوځكه دوی په ديني مدرسو كي احساساتي اوتنكي ځوانان دخپلي اصلي لاري يعني ديني زده كړو څخه بي لاري كوي او دخلګو څخه ليري دترهګرۍ په مركزونو كي جلا زده كړه وركوي او دهغيو دتنكي احساساتوڅخه ناوړه  ګټه اخلي اوهغوی ودې ته تيار كړي، ترڅو دځان په وژلو سره هم ځان او هم نور بيګناه انسانان ووژني، چي ښه بیلکه يې دکابل پر انټرکانینتل هوټل برید کي دیوه زلمي ځانوژونکي پلار دهغه ټوله کیسه درسنیو په وړاندي کوي او وايي، زوی يې دچمن په ښار کي په یوه مدرسه کي سبق وایه او ددوی دکورنۍ لخوا څو واره وغوښتل سو، خو هغه يې بلنه و نه منله.

ددښمن دا ډول اعمال په ډاګه کوي، چي ددوی مقصد یوازي دافغانو وژل دي او په دې لاره کي دهیڅ کاره ډه ډه نه کوي.

image_1517125653_63132267

نو ښه به دا وي، چي خلک دې بیدار اوسي اوسنی وضعیت دي درک کړي چي دا هر څه د څه لپاره، دا جګړه د افغانانو نه ده او نه هم دا جګړه د اسلام او کفر ده، جګړه د شخصي ګټو او سيمي او نړۍ د استخباراتو ده، چي افغان ځواکونه یې یوازي قرباني ورکوي.

په دې تاریخي او اساسو شېبو کي تر ټولو لومړی باید تر ګیلو او پر یو بل باندي تر تهمتونو تېر سو، د افغانستان پر هغه مظلوم ملت چي په نړۍ کي یې تر هر چا اوږده او خونړۍ جګړه تېره کړې ده، نور دا ملت یوه ورځ هم د جګړې حوصله او توان نه لري، وطن مو په کونډو او یتیمانو ډک دی او هره ورځ فاتحې، ویر او واویلا وي دي.

یوازي سوله او ښه حکومتولي کولای سي، چي موږ خپلو ارمانونو ته ورسوي. جګړه پردۍ ده او موږ باید د افغانانو په توګه ملي یووالي ته ژمن سو، یو بل سره وزغمو، ټولي پردۍ دسیسې له منځه یوسو، تر څو پر خپلو پښو ولاړ او با امنه افغانستان ولرو.

125 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...