ټرمپ: افغانستان به هېڅ کله د تروریستانو په پناه ځای بدل نه سي

104968347-Trump-Hands3.1910x1000

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، اجازه به ورنه کړي چي افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په ځاله سيد امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چي څو شېبې مخکي یې د داووس په نړیواله غونډه کي خبري کولې د ترورېزم په وړاندي پر ګډي مبارزې په کلکه ټینګار وکړ او هغه یې د ټولي نړۍ په ګټه وبلله.

ښآغلي ټرمپ په تېره بیا د افغانستان په اړه خپله ژمنه تکرار کړه چي وایي، اجازه به ورنه کړي چي دغه هېواد د تررویستانو په پناه ځای بدل سي.

د داووس په غونډه کي چي تر ډېره پر اقتصادي موضوعاتو متمرکزه وه، ښاغلي ټرمپ امنیت د اقتصادي ودې اساسي شرط وباله او له هېوادونو یې وغوښتل چي د امنیت د ټینګولو او امنیتي ګواښونو سره د مقابلې په برخه کي له امریکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

570 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2

د کندهار ولايتي شورا غړو د برېښنايي پيژندپاڼو د ملي پروسې د ژر پيلېدو غوښتنه وکړل

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي شورا غړو په نوبتي غونډه کي ،چي د ...