ولسي جرګې دپوهني درئيس او يوشمېر مامورينو هڅي وستايلې

دپنج شنبې په ورځ په ولسي جرګه کي د کندهارد خلکو استازي فريبا احمدي کاکړدمرستيال والي عبدالحنان منيب سره په لیدنه کي دپوهني د رئيس انجنېرعبدالقادر پيوستون، دنشراتودمدير نظرمحمد صمیمي، دظاهرشاهي عالي ليسې او شهيد عبدالقديم پتيال ښوونځی دامرينو کارونه وستايل او هغوئ ته يې دولسي جرګې له لوري برابرسوي ستاينليکونه ورکړه.

مرستيال والي عبدالحنان منيب د ولسي جرګې له دې غړي مننه وکړه، چي دپوهني رياست کاريګر مامورين يې ستايلي دي، ځکه په کارونو کي مکافات او مجازات نورهم کارونو ته سرعت ورکوي.

3

ښاغلي منيب وويل ولسي جرګه دي دکندهار پوهني رياست دستونزو په له منځه وړلو کي همکاري وکړي، ترڅوموجوده ستونزي له منځه ولاړي سي.

فريبا احمدي کاکړ وويل کوښښ کوي، چي کندهارکي هغه دولتي مامورين وستايي، چي خلکو په رښتني ډول خدمت کوي او دمراجعينو ستونزي پروخت حلوي.

هغې د ولسي جرګې په استازيتوب د ولايتي ادارې دستونزو دحل ډاډ وړاندي کړ.

خبري څانګه

x

دا هم وګورئ

د پښتو ادب داستان لیکوونکي طاهر افریدي او نومیالي شاعر دروېش دراني په ویاړ یو ورځنی علمي سمینارجوړ سو

یاد سمینار د سې شنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي جوړ سوی وو، چي ...