واشنګټن ښایي نن پر پاکستان بندیزونه ولګوي

داسي ښکاري، چي واشنګټن به په څلرویشت ساعتونو کي د پاکستان پرضد ځانګړي اقدامات وکړي.

زلمی-خلیل-زاد

په افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق کي د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پر اسلام اباد د احتمالي بندیزونو په اړه وویل، چي د پاکستان د پوځ او «ای. ایس. ای» هغه کسان به چي د افغانستان پرضد کار کوي په تور لېست کې شامل سي، چي نه به دوی او نه به د دوی د کورنۍ غړي امریکا ته سفر کولای سي، همداراز که چېري دغه کسان په امریکا کي په بانکونو کي پیسې لري، پیسې به یې کنګل سي.

زلمي خلیلزاد داراز وویل، چي پر اسلام اباد به له دننه هم فشار را وستل سي. پر دې خبري کېږي چي څرنګه ملکي خلک او نور په پاکستان کي وهڅول سي، یوازې پنجابیان نه، پښتانه ملتپال، بلوچ ملتپال او نور چي د اوسني سیاست مخالفان دي تقویه سي څو د پاکستان په وړاندي ودرېږي او فشار ورباندي راولي.”

زلمي خلیلزاد ددې ترڅنګ دا هم وويل، چي د ناټو د دوستانو له لېست څخه به هم پاکستان و ایستل سي، امریکا به ورباندي ټولي پوځي مرستې بندي کړي، هر کال چي واشنګټن پاکستان ته د اموالو د انتقال لپاره پیسې ورکوي هغه به هم ورباندي قطع سي.

خلیلزاد وویل چي د نورو هېوادونو له لوري به هم پر پاکستان اقتصادي فشارونه وارد سيښاغلي خلیلزاد وویل چي په واشنګټن کي د دغو بندیزونو پر لګېدو خبري رواني دي او دا مسئله څېړل کېږي چي لومړی کوم ګام واخیستل سي او دوهم کوم یو.

542 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...