نیوزي لېنډ پاکستان ته په دوهمه سيالۍ کي هم ماته ورکړه

NZ-640x427

د پاکستان او نيوز لېنډ ترمنځ د پينځه يو ورځنيو لوبو په دوهمه سيالۍ کي نيوز لېنډ پاکستان ته په اته وکټو ماته ورکړه، پاکستان په لمړۍ سيالۍ کي هم ماته خوړلې وه.

د نیوز لېنډ په نېلسن ښار کي ترسره سوې دوهمي لوبي پچه، ټاس پاکستان ګټلی او په لمړي بېټنګ کي يې په نهه لوبغاړو سوځېدو ۲۴۶ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کي د نیوز لېنډ په بېټنګ کي د باران له امله لوبه د ۵۰ په ځای ۲۵ اوورونو ته راکمه کړل سوه او هدف ۱۵۱ ته راکم کړل سونيوز لېنډ په دوه لوبغاړو سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د پاکستان په بېټنګ کي يوازي درو لوبغاړو ښه رنزونه جوړ کړل، محمدحفيظ ۶۰رنزونه، شاداب خان ۵۲ او حسن علي ۵۱ رنزونه جوړ کړه. کپتان سرفراز احمد په ۳، امام الحق په ۲، اظهرعلي په ۶، فهيم اشرف په ۷ او بابراعظم په ۱۰ رنزونو اؤټ سوي دي.

د نیوزي لېنډ فرګوسن درې، اسټلی او سووتي دوه دوه پاکستاني لوبغاړي اؤټ کړي دي. دپاکستان ټېم د پينځه يو ورځنيو او درو ۲۰ اوريزه سياليو دپاره د نيوزي لېنډ په سفر تللی.

درېمه يو ورځنۍ لوبه به په ۱۳م جنورۍ، څلورمه په ۱۶م او پينځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه به په ۱۹م دجنورۍ کيږي.

348 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG_1424

په تيرو دوو کلونو کي د کندهار فوټبال د پرمختګ پر ځای پر شاه تګ کړی

په کندهار کي مخکښ فوټبالران وايي، د تيرو کلنو په پرتله دلته د فوټبال لوبي ...