ملي امنیت منسوبینو دملي اردو ۶۱ بندي سوي سرتیري دوسله والو مخالفینو له زندانه راخوشي کړه

د ملي امنیت منسوبینو د خاصو عملیاتو پر مهال د باغران ولسوالۍ د ملي اردو ۶۱ بندي سوي سرتیري او افسران د وسله والو مخالفینو له زندانه راخوشي کړه.

د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وايي پر همدې مهال يي د وسله و الو مخالفینوته درنه مرګ ژوبله  اړولې او شپږ څلوېښت تنه وسله وال يي ژوندي نیولي دي.

د هلمند ملي امنیت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره لیکلي، چي منسوبینو يي باغران ولسوالۍ کي پر دوه جلا جلا زندانونو چاپه وهلې، چي د ملي اردو نهه شپېته تنه سرتیري يي را خوشي کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي  دغه سرتيري او افسران د بیلابیلو جګړو پر مهال د وسله والو مخالفینو له خوا نیول سوي وه، او په همدې زندانونو کي ساتل کیده.

7

ځواک وايي په همدې ترڅ کي د ملي امنیت منسوبینو باغران ولسوالۍ کي د وسله والو مخالفینو پر یوه بل زندان هم عملیات ترسره کړي، چي شل تنه بنديان سوي ملکي کسان چي اکثریت يي ځوانان وه راخوشي کړي او خپلو کورنیو ته يي سپارلي دي.

د ځواک په خبره  د ملي امنیت ځواکونو په دې عملیاتو کي څورالس تنه وسله وال مخالفین وژلي او شپږ څلوېښت نور يي ژوندي نیولي دي.

66

بل پلو له زندانه راخوشي سوي سرتیري وايي خوښ دي، چي خاص قطعاتو دوی د طالبانو له بنده راخوشي کړه، د هغوی په وینا اوس به د خپلو کورنیو سره یو ځای سي او بیرته به خپلي دندي ته ستانه سي.

د یادوني وړده چي، په دې عملیاتو کي د وسله والو مخالفینو درې زندانونه د نشه يي توکو او چاودیدونکو توکو د د جوړوني او پروسس فابریکې، او د مخالفینو د اوسېدو مرکزونه له منځه وړل سوي دي.

په دې مرکزونو کي نږدې زر کیلوګرامه تاریاک او پنځه سوه پنځه  کیلو هیروین هم له منځه تللي دي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

878 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

3

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان وايي دنیمروز او هرات لویه لار د امن لپاره يي د امنیتي ځواکونو یوه قرارګا ځای پر ځای کړې

هغه وویل : په دې سیمه کي يي د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات ...