مرستيال والي وايي هلو ټرسټ موسسه دي د ماين پاکۍ چاري لا هم چټکي کړي

26230085_1631078230290894_1861586835988944073_n

دغه څرګندوني د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د يکشنبې په ورځ په دغه ولايت کي د هلو ټرسټ د ماين پاکۍ موسسې د مسئولينو سره د يوې ليدني پر مهال وکړې.

ښاغلي منيب په خپلو خبرو کي وويل چي ښخ سوي ماينونه اوس هم د عامو خلګو ژوند ته لوی خطر دی او د هلو ټرسټ موسسې مسئولينو ته يې لارښوونه وکړه چي د ماين پاکۍ چاري لا هم چټکي کړي، ترڅو خلګ د ماين د خطر څخه وژغورل سي.

مرستيال والي همدراز په خپلو خبرو کي د ماين پاکۍ موسسې سره د خلګو پر همکارۍ ټينګار وکړ او له خلګو يې وغوښتل چي د هغوي سره مرسته او همکاري وکړي.

په کندهار کي د هلو ټرسټ موسسې مسئولينو هم د يادي ليدني پر مهال ډاډ څرګند کړ چي په خپلو کارونو کي به لا هم چټکتيا رامنځ ته کړي.
هغوی هم په خپلو خبرو کي د خلګو پر همکارۍ ټينګار وکړ او له هغوي يې وغوښتل چي د هغو سيمو په اړه دوی ته خبر ورکړي چي د ماينونو خطر پکښي شتون ولري.

خبري څانګه

1134 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

26904488_1447871745335592_5097364843060456586_n

په کندهار کي لږ باران د خلګو ډېري هيلي را ټوکولي دي

که څه هم د وچکالۍ د بيري په کندهار کي څو ځله د باران غوښتلو ...